Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فېروزکوه (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٩): په غور ولایت کې له زندانه ازاد شوی طالب د سولې خبرو ته هیله من دی او وایي، داسې حکومت باید رامنځته شي چې اسلامي وي او خپل خلک د اسلام په هنداره کې وګوري.

د دولت له لوري د طالبانو د پنځو زرو او د طالبانو له خوا د دولت د زرو بندیانو ازادول د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې برخه وه چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په لسمه د قطر د دوحې په ښار کې لاسلیک شوه. دغه بهیر د روان کال د وري میاشتې په ۲۱مه پیل شو او د وږۍ په ۱۳مه بشپړ شو.

د یادونې ده، له ټولو پنځو زور بندیانو ۲۴ هغه یې د غور ولایت له زندانه ازاد شوي دي.

د غور د دولتیار ولسوالۍ د سمک کلي اوسېدونکی محمد نادر هم د هغو ازاد شوو زندانیانو له ډلې دی چې دا مهال په خپل کلي کې د خلکو ترمنځ ستونزې هواروي.

محمد نادر چې اته کاله په زندان کې و، له پژواک سره یې په ځانکړو خبرو کې وویل چې دا مهال په خپلو سیمو کې په روغتیایي، پوهنې او پرختیایي برخو کې د خلکو ترمنځ د ستونزو په هوارولو بوخت دی.

د هغه په وینا، د هغوی د ډلې ډېری غړي چې نوي له زندانه ازاد شوي، اوس په خپلو سیمو کې د خپلو کورونیو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره بوخت دي او یو شمېر نورو بیا د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې خپل کارونه پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه: «هغوی چې د کار کولو او غریبۍ توان لري، کار کوي.»

محمد نادر د دې په ښودلو چې د طالبانو په لیکو کې یې د فعالیت پر مهال د غور د دولتیار ولسوالۍ په سیمو کې بې ګناه خلکو ته زیان نه دی رسولی، وویل چې اوس هم د دولتیار ولسوالۍ په سمک کلي کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي او کولای شي د حکومت تر واک لاندې سیمو ته سفر وکړي.

نوموړي د خبرو په دوام وویل: «زه فعلاً په سمک کې یم او هغه ستونزې چې زموږ خلک یې په مختلفو برخو کې لري، موږ هغه له حکومت سره شریکوو او د روغتیا، پوهنې او پراختیایي برخو کې هره ورځ د خلکو ترمنځ د ستونزو په هوارولو بوخت یو.»

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې له زندانه تر ازادېدو وروسته د هغه یو په زړه پورې فعالیت دا دی چې د څو قومي مشرانو چې یو له بل سره یې ستونزه درلوده، منځګړیتوب وکړي او د هغوی ترمنځ سوله وکړي چې له نېکه مرغه اوس مهال د سولې او خوښۍ په فضا کې ژوند کوي.

هغه وویل: «د دغو قومي مشرانو د ستونزو حل لپاره مې ډېر کوښښ وکړ او له نېکه مرغه اختلافات یې لرې کړل او سوله یې وکړه، اوس هڅه کوم د دولتیار د قومونو ستونزو ته هم رسېدنه وکړم، څو له یو بل سره سوله وکړي او نور د هغوی ترمنځ شخړه رامنځته نه شي.»

محمد نادر د سولې خبرو ته هیله من و، وویل، باید داسې حکومت رامنځته شي چې اسلامي وي او خپل خلک د اسلام په هینداره کې وګوري.

نادر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د سولې بین الافغاني مذاکرات نتیجه ور نه کړي، څه به کوي؟ وویل: «زما لیدلوری سوله او ارامي ده، موږ په هېواد کې د جکړې دوام ته خوشبین نه یو.»

نوموړي هیله څرګنده کړه چې هر څو ژر په قطر کې مذاکره کوونکې ډلې یوې ښې پایلې ته ورسېږي او په هېواد کې دوامداره سوله ټینګه شي.

د یادونې ده، د طالبان او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې درې میاشتې مخکې د قطر هېواد په دوحه کې په رسمي ډول پیل شوې، په دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزریر مایک پومپیو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او سفیرانو هم ګډون درلود.

د روان کال د لېندۍ په ۲۲مه نېټه دواړه ټېمونه د درېیو اوونیو لپاره پر رخصتې سلا شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.