ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د ولسمشرغني له درې نږدې همکارانو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي

author avatar
6 Jan 2021 - 12:51
author avatar
6 Jan 2021 - 12:51

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر اوسه ولسمشر سره نه دي ليدلي، خو د هغه له درې نږدې همکارانو حنيف اتمر، ډاکټر حمدالله محب او د چارو ادارې رييس ډاکتر فضلي سره ليدلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ١٧مه،پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې  خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې ليدنه کې دامريکا د سفارت شازدافير او د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د سولې د دويم پړاو خبرو او وروستيو پرمختګونو په اړه په تفصيل سره خبرې وشوې.

د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر په خپلو خبرو کې په افغان سولې پروسه کې د امريکا د هڅو ستاينه وکړه او په دغې پروسه کې يې پر سيمه ييزې او نړيوالې اجماع ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د بين الافغاني خبرو د دويم پړاو پر پيلېدو خوښي څرګنده کړه او په دغه برخه کې يې د خپل هېواد د دوامدارو همکاريو ډاډ ورکړ.

بلخوا له ملي امنيت شورا څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې ليدنه کې د طالبانو له خوا د جګړې پر کمولو او اوربند، د افغان سولې په پروسه کې د سيمه ييزې اجماع د ايجاد او بين المللي همکارۍ د را جلبولو په تړاو خبرې وشوې. .

سرچينې زياته کړې،دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني او امريکا په همغږۍ به په سوله کې د يوه خپلواک، متحد او ولسواک افغانستان لپاره ګډ کار کوي او افغانستان به داسې سولې ته رسوي چې له ځان او نړۍ سره په ثبات کې د تر لاسه شويو ارزښتونو د ساتنې او پراختيا ځواک ولري.

د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد چې وړمه شپه کابل ته راغلى، پرون يې د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکټر عبدالله، سياسي او جهادي مشر استاد سياف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې ليدلي دي.

خو تر اوسه د خليلزاد او ولسمشر اشرف غني ترمنځ ليدل نه دي شوي.

خليلزاد کابل ته تر راتګ مخکې پاکستان او قطر ته هم سفر کړى و.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.