ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: يواځې نوي منتخب ولسمشر ته واک پرېږدم

author avatar
9 Jan 2021 - 12:47
author avatar
9 Jan 2021 - 12:47

کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې له ٢٠١٥ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې ٩٨ امريکايان او ٤٠زره افغانان وژل شوي دي.
ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د امريکا له سي اېن اېن ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې کړې چې تېره شپه خپره شوې ده.
د دې مرکې پر مهال د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني يا بي بي ګلې هم حضور درلود او د ځينو پوښتنو ځوابونه يې ورکول.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې غواړي د ټاکنو له خوا ګټونکي بل ولسمشر ته په سوله ييزه توګه واک وسپاري.
ولسمشر غني دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د مؤقت حکومت جوړېدو اوازې ګرمې شوې دي.
ويل کېږي چې خليلزاد دا ځل کابل ته د موقت حکومت جوړولو له پلان سره راغلى و چې له امله يې ولسمشر ورسره له ليدلو انکار کړى دى.
ولسمشر غني په قطر کې د دويم پړاو بين الافغاني مذاکراتو په تړاو وويل: ((نړيواله ټولنه او سيمه ييز هېوادونه موږ سره د يوه خپلواک دموکرات، متحده سوله ييز افغانستان باندې موافقه کړې او دا هدف بايد ترلاسه شي.))
د هغه په وينا، په دغه پړاو مذاکراتو کې که چېرې دا هدف ومنل شو، نو بيا نور پرمختګ کېداى شي.
اشرف غني زياته کړې: ((زما يواځېنۍ موخه دا ده چې واک د خلکو له ارادې سره سم خپل منتخب ځاى ناستي ته ولېږدوم چې ورسره به زموږ د ځواکونو او خلکو چې قربانۍ يې ورکړې، قدرداني وشي.))
خو ولسمشر غني خبرداری ورکړی چې که طالبان وغواړي خپل واک پر نورو وتپي، نو د سولې د دې روان بهير پايله به منفي وي.
دى وايي: ((يو څه باید واضح وي او هغه دا چې افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او موږ داسې یوه ټولنه نه یو چې د طالبانو پخوانۍ تګلاره ومنو، هغه په هديره کې سوله وه. موږ مثبته سوله غواړو چې موږ ټول وکولی شو په ګډه خپل اختلافات حل کړو، يوبل غېږ کې ونيسو او په ګډه افغانستان بيا ورغوو.))
ولسمشر اشرف غني په ياده مرکه کې زياته کړې چې له ٢٠١٥ زېږديز کال راهیسې په افغانستان کې ٩٨ امريکايي سرتېري وژل شوي، خو په دې موده کې ٤٠زره ملکي افغانان او افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړى دی.
نوموړي وويل چې د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن يو ښه چانس لري چې له افغانستان سره له نږدې په ګډه کار وکړي.
ولسمشر وايي: ((د دې لپاره چې په افغانستان او سيمه کې د امريکا ګټې واضح وي، په سيمه او افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي، نو د سولې پروسه بايد د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي.))
دغه راز ولسمشر ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو راتلونکى حضور هم باید روښانه وي.
هغه ټينګار کړی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پراخ حضور پلوی نه دی، د امریکا نوی ولسمشر باید خپله پرېکړه وکړي او د هغې په رڼا کې د ګډو ګټو د تامین لپاره د دواړو لورو هوکړې له مخې یوه لار غوره کړل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.