Language

لښکرګاه (پژواک،٢١ مرغومى ٩٩): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور ١٤کسان نيول شوي او يو کس د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوى دى.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي د مرغومي په ٢١ مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې دغه ١٤ کسان د انسان تښتونې، ترور، چسپکي ماينونو او جعل او تذوير په تور د ملي امنيت رياست له خوا نيول شوي دي.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو دوه هغه کسان هم شامل دي چې څو ورځې وړاندې يې د احمدضياء په نوم يو کس له لښکرګاه ښار څخه تښتولى و.

هغه وايي: ((تېره شپه ملي امنيت پرې عمليات کړي او دغه کس يې د تښتوونکو له منګولو خلاص کړى دى.))

د تښتول شوي ماشوم تره پژواک ته وويل چې تښتوونکو له دوى څخه د احمد ضيا د خلاصون په بدل کې د يو ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه.

دى زياتوي: ((زه له امنيتي ځواکونو مننه کوم چې زما وراره يې را خلاص کړ، موږ دومره ډېرې پيسې نه درلودې.))

هغه له اړوندو مسوولينو غوښتنه وکړه چې له قانون سره سم يادو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.