Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت: په نيمروز کې د هوايي بريد له امله د ملکي تلفاتو ادعا څېړو

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٩) : د ملي دفاع وزارت وايي چې په نيمروز کې د هوايي بريد له امله د ملکي تلفاتو ادعاوې په جدي ډول څېړي.

له دې مخکې د نيمروز ولايتي شورا او د سيمې اوسېدونکو ويلي وو چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو پر طالبانو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نيمروز ولايتي شورا رييس بازمحمد ناصر رسنيو ته ويلي چې په دغه هوايي بريد کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه بريد تېره شپه د خاشرود ولسوالۍ په منظري سيمه کې شوی دی.

د ناصر په وينا، په دې پېښه کې د طالبانو مورچې هم په نښه شوې، خو د هغوى د مرګ ژوبله په اړه یې معلومات نه درلودل.

بلخوا په هلمند ولايت کې د ٢٠١٥ ميوند قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د خاشرود په عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې موضوع څېړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دولتي ځواکونو پر نهم نمبر لويه لاره د خاشرود ولسوالۍ اړوند سيمه کې د طالبانو پر هغې ډلې بريد کړى چې په سيمه کې يې له موټرو پيسې اخيستې.

سرچينې زياته کړې چې په دغو هوايي بريدونو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې ده چې د خاشرود ولسوالۍ په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ١٤ غړي وژل شوي دي.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې په هلمند ولايت کې هم د افغان ځواکونو په هوايي عملياتو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.