ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرگه: موقت او انتقالي حکومت د افغانانو په خیر نه دی

author avatar
10 Jan 2021 - 19:04
author avatar
10 Jan 2021 - 19:04

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹): د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي چې د لنډمهال او انتقالي حکومت جوړېدل د افغانستان خلکو په خیر نه دي، خو د جرګې لومړی مرستیال وايي، باید هغه میکانیزم ته غاړه کېښودل شي چې د جګړې پای ته رسېدو لامل کېږي.

په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او ځينو سیاستوالو په داسې حال کې موقت حکومت په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره یوازېنۍ انتخاب بللی چې تېره ورځ په دوحه کې د سولې خبرو په دویم پړاو کې د سولې د اجنډا په اړه خبرې پیل شوې دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د موقت حکومت جوړېدو په اړه خبرې وشوې.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وویل، د موقت حکومت جوړېدل ځانګړو شرایطو ته اړتیا لري او اړتیا نشته چې په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان نظام، د دولت درې ګونۍ قوې، امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، دې موقت حکومت جوړ شي.

هغې زیاته کړه: ((ولې باید له هرو دوو لسیزو وروسته موقت حکومت تجربه کړو، موږ د سولې پلوي یو خو جوړ نظام باید له منځه لاړ نه شي.))

هغې د کوم کس له نوم اخیستو پرته د هېواد له سیاستوالو وغوښتل چې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه دې نظر نه ورکوي، ځکه دغه ډول څرګندونې عامه اذهان ګډوډوي او د موقت حکومت جوړېدل د افغانستان په خیر نه دي.

خو د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د موقت حکومت له نوم اخیستو پرته وویل: ((موږ د سولې خبرو هرکلی کړی او خلک یې پایلو ته په تمه دي، خبرې د جوړجاړي په مانا دي نه په دې مانا چې دواړه لوري پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړي، که طالبان راشي او په حکومت کې مدغم شي موږ یې هرکلی کوو، که دوی پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړي باید داسې میکانیزم جوړ شي چې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي او مقابل لوری ورته غاړه کېږدي.))

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په دې اړه وویل، د موقت حکومت په اړه د جرګې دریځ له مخکې روښانه او معلوم دی، موقت حکومت د افغانانو په خیر نه دی.

هغه هیله څرګنده کړه چې په دوحه کې د سولې خبرو دویم پړاو دوام به په هېواد کې د اوربند او جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

د یادونې ده، ولسمشر غني ننګرهار ته په خپل سفر او له سی ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې واک منتخب ولسمشر ته سپاري.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.