Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شينوارو قومي مشران: حکومت دې را سره کړې ژمنې عملي کړي

جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹): د ننګرهار د شينوارو قومي مشران وايي، حکومت دې د بيارغونې، پوهنې، روغتيا، کارموندنې او نورو برخوکې د دوی ستونزې حل او هغه ژمنې چې له شينوارو سره شوې دي بايد عملي شي.

د شينوارو قوم چې د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې استوګن دى، يو شمېر قومي مشرانو يې د مرغومي په ۲۱مه جلال اباد ښار کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال دا غوښتنې شريکې کړې.

يادو قومي مشرانو ويل، له داعش وسله والو سره د مبارزې پرمهال شينواري سخت وځپل شول، چې حکومت ورسره بېلابېلو برخو کې ژمنې وکړې، خو تر اوسه يې هېڅ ژمنه عملي نه کړه.

د قومي مشرانو په استازيتوب شاه محمود شينواري وويل، دا د دوی اساسي حق او غوښتنه ده چې د جګړو پرمهال د دوی ړنګ شوي کورونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، جوماتونه او نور عامه تاسيسات بېرته بايد ورغول شي.

هغه زياته کړه، حکومت ورسره ژمنې کړي خو هېڅ داسې څرک نه ليدل کېږي چې دا ستونزې دې حل شي.

يو بل قومي مشر ملک فرمان ګل شينواري وويل: ((نه مکتب لرو، نه جومات لرو، نه کلينيک لرو، سړک مو خراب دی، پلچک مو خراب دی، پول خراب دى اخر ولې تر کومه به موږ داسې ستونزو کې يو.))

د غونډې يو بل ګډونوال مير حمزه مياخېل وويل، د دوی قوم کې کادري ځوانان شته خو تر اوسه يې هېڅ کادر او ځوان پر دندو ونه ګومارل شول او ټينګار يې وکړ چې حکومت دې له دوی سره د مور او ميرې چلند نه کوي.

د غونډې ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په صادرولو وويل، که يې غوښتنې ونه منل شي نو د خپل حق غوښتلو په موخه به پراخ مدني حرکتونه پيل کړي او دا غږ به د حل تر وخته بدرګه کوي.

دوی ګواښ وکړ چې دا مدني حرکتونه به يې له حکومت سره تر پرېکون او د جلال اباد – تورخم لويې لارې د تړل کېدو لامل هم وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته راغلی و او دلته يې له خلکو سره د تېرو کړو ژمنو د عملي کېدو لپاره يوه مياشت وخت وغوښت.

د ننګرهار د ولايتي شورا پخواني غړي ذبيح الله زمري ولسمشر غني ته مخامخ وويل، چې په تېرو سفرونو کې دې هم ژمنې کړې وې، خو تر اوسه هېڅ عملي شوې نه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.