ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو قومي مشر ووژل شو

ننګرهار کې يو قومي مشر ووژل شو

author avatar
10 Jan 2021 - 18:55
ننګرهار کې يو قومي مشر ووژل شو
author avatar
10 Jan 2021 - 18:55

جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹): د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو قومي مشر ووژل شو.

چارواکي وايي، چاودنه د نوموړي موټر ته د ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر پژواک اژانس ته تاييد کړه چې چاودنه نن تر غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخوا کې شوې ده.

د معلوماتو له مخې، قومي مشر ملک فضل رحيم شګيوال لومړی ټپي شوی او وروسته روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

د ننګرهار يوې روغتيايي سرچينې هم پژواک ته د نوم نه ښودلو په شرط تاييد کړه چې د پېښې له ځايه روغتون ته انتقال شوي ټپي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.