ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني ومنل چې د نیمروز بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي

ولسمشر غني ومنل چې د نیمروز بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
11 Jan 2021 - 21:26
ولسمشر غني ومنل چې د نیمروز بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
11 Jan 2021 - 21:26

کابل( پژواک ۲۲ مرغومی ۹۹) ولسمشر غني ومنله چې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې  راغلي ” زموږ د هیوادوالو د شهادت او ټپي کېدو د خبر په اورېدو سخت خواشینی شوم، د شهیدانو درنو کورنیو ته د جمیل صبر، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوم.”

هغه د نیمروز ولایت مسوولینو ته په ټینګار لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د قربانیانو کورنیو ته رسیدګي او د ټپیانو اساسي درملنه وکړي. امنیتي او دفاعي ارګانونه دې د دغه هوایي برید په اړه د هراړخیزې څېړنې او موندنې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي.

ولسمشر زیاته کړې” د هیواد د دفاع او هیوادوالو د ساتنې په برخه کې د تروریستي ډلو او ګروپونو پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو قدرداني کوم او د تل په څېر په ټينګار سره دوی ته دستور ورکوم چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د عملیاتو پرمهال له زیات دقت څخه کار واخلي.”

ولسمشر غني ویلي طالبان او نورې ترهګرې ډلې چې د خلکو له کورونو او عامه ځایونو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي، د ملکي تلفاتو اصلي عاملین او ملکي تلفات د جګړې له بدبختیو څخه دي چې ده او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو او زغم وړ نه دی.

دا برید چې د خاشرود ولسوالۍ منظري سیمه کې شوی و د ځایي خلکو په وینا ۱۸ کسان وژل شوي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.