کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې يو موټربم په هوايي بريد کې له منځه وړل شوى دى.
د دغه وزارت له خوا د مرغومي په ٢٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو غوښتل دغه موټربم ته د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د بادام په سيمه کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه ورکړي.
سرچينې زياته کړې چې یاد موټربم د ملي دفاعي ځواکونو له خوا کشف او په يوه هوايي بريد کې له منځه يووړل شو.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې د دغه موټر په له منځه وړو سره د ډېرو ملکي وګړو ژوند وژغورل شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا موټربم بريدونه ډېر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP