ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: د تاريخي شخصيتونو مقبرې او تاريخي ابدات بيارغول کېږي

ولسمشرغني: د تاريخي شخصيتونو مقبرې او تاريخي ابدات بيارغول کېږي

author avatar
11 Jan 2021 - 14:33
ولسمشرغني: د تاريخي شخصيتونو مقبرې او تاريخي ابدات بيارغول کېږي
author avatar
11 Jan 2021 - 14:33

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٩) : ولسمشر غني وايي چې د امير شېر علي نوايي او نورو تاریخي شخصیتونو د مقبرو او تاریخي ابداتو د بیارغونې کارونه پيلېږي.

له ارګ څخه د مرغومي په ٢٢مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د امیر علي شېر نوایي د زوکړې د ۵۸۰ کالیزې د نمانځلو مشورتي غونډه نن سهار په ارګ کې ترسره شوه.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د تاریخي شخصیت امیر علي شېرنوایي د زوکړې د ۵۸۰ کالیزې د نمانځلو او د مقبرې د بیارغونې په اړه د معلوماتو پرمهال وویل، د نوایي او نورو تاریخي شخصیتونو د مقبرو او تاریخي ابداتو د بیارغونې کارونه به هم پیل شي.

ولسمشر وویل، حکومت به د افغانستان د لوی او مشهور شخصیت امیر علي شېرنوايي اثار بیا چاپ کړي، د هغه پر فکر او اثارو دې څېړنې وشي چې د ادبیاتو، فرهنګ، اسلام او تمدن په برخه کې د دوی هڅې اوسني نسل ته روښانه شي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغان مورخینو او پوهانو د تفکر طرز، فکري مکتب او اسلامي، ښاري او فرهنګي تمدن، د اعتدال، عدالت محورۍ او یو بل منلو پیغامونه او مفاهیم دې تشریح شي.  نوی نسل باید په خپل سوچه تاریخ پوه او د تاریخ لیکنې دغه لیدلوری پیاوړی شي.

ولسمشر غني وویل: “پر هرات پېژندنه، افغانستان پېژندنه، د تیموري دورې لرغون پېژندنه، د تاریخي اثارو په راټولولو، تالیف، ژباړې او وېش دې لا زیات کار وشي. هغه زیاته کړه، د امیر علي شېرنوایي او نورو مشهورو افغان شخصیتونو ژوندلیکونه، خاطرې، افکار او مهم پیغامونه دې چاپ او ځوان نسل سره شریک او خوندي شي.”

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.