ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت د داعش هغه غړى نيولى چې د امريکا پر سفير يې د بريد پلان درلود

ملي امنيت د داعش هغه غړى نيولى چې د امريکا پر سفير يې د بريد پلان درلود

اسعد اباد/ جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۹): د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعه ادعا کوي د داعش ډلې يو مهم غړی چې په کابل کې یې د امريکا پر سفير او يو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو د هدفي بريد پلان درلود، نیولی دی.

د صفر دوه قطعې له لوري د مرغومي په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې يې ياد کس د ځانګړو عملياتو پر مهال نيولی دی.

سرچينې زياته کړې، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینه ساز عبدالواحد له درېيو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی دی.

خبرپاڼه کاږي چې له نیول شوو کسانو یوه بریټا تومانچه، یو کلاشینکوف او یو چره ییز ټوپک هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینه ساز عبدالواحد پلان درلود چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر او افغان لوړپوړي چارواکي په نښه او ترور کړي چې په نیول کېدو سره یې شوم اهداف شنډ شول.

سرچينې ويلي، د نوموړي کورنۍ دوه تنه نور هم د داعش ډلې د رهبرۍ غړي وو چې په تېر کې  د یو هوایي برید پر مهال وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په کونړ کې د داعش ډلې لپاره د ماینونو زمینه ساز په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي.

د مل امنيت ځانګړو ځواکونو خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پشت ګلاب پړۍ سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د عملياتو په پایله کې د داعش ډلې د ماینونو زمینه ساز ظهیر الله مشهور په صفی الله کوچي او د داعش غړی محمد اقبال د تېښتې پر مهال وژل شوي او دوه تنه نور له یادې ډلې سره اړیکو درلودو په تور د لا زیاتو څېړنو په موخه له سیمې لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، له وژل شوو کسانو دوه میله کلاشينکوفونه هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

داعش وسله والې ډلې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ويلي.

Views: 507

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.