Language

په غزني کې د کابل بانک يو کارکوونکى وژل شوى

غزني ښار (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې په غزني ښار کې د کابل بانک يو کارکوونکى د وسله والو په ډزو کې وژل شوى دى.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده وسله والو نن سهار شاوخوا اته بجې د غزني ښار د دويمې حوزې اړوند د حاجي رفيع په ښارګوټي کې د کابل بانک پر يوه کارکوونکي نصيراحمد ډزې کړې دي.

هغه وايي: ((په بې غږه تومانچې يې پرې ډزې کړي په دې پېښه کې نصير احمد وژل شوى دى.))

سيرت زياتوي چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې ناپېژانده وسله والو نصير احمد د پوليسو پوستې په سل مترۍ کې ويشتلى دى.

هغه اندېښنه وښوده چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې، بايد امنيتي ځواکونه يې مخه ونيسي.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.