کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني وايي، د سوداګرو لخوا د مالیې د کموالي د غوښتنې په صورت کې باید د توکو د بیو په اړه هم پایلې ته ورسېږو چې تاسو څو سلنه ګټه اخلئ.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام په چهار چنار ماڼۍ کې د خصوصي سکتور استازو سره په غونډه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
سرچينې زياته کړې، په پیل کې د افغانستان خونو فدراسیون رئیس محمداسماعیل غضنفر، خیرالدین مایل، خان محمد فروتن، اخترمحمد احمدي، عبدالقاهر، عبدالجبار ساپي، محمدهاشم غزنیوال او قلندر رحیمي وویل، خصوصي سکتور تل د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ دی او په هیواد کې به د لومړنیو خوراکي توکو د کمبود هیڅ ستونزه پېښه نشي.
یادو ویناوالو وویل، د دولت د همکارۍ، د ځمکو او نورو لازمي اسانتیاوو په صورت کې به د غنمو، اوړو، مېوو، چرګانو، اصلاح شویو تخمونو او نورو توکو له پلوه افغانستان خودکفا کړي.
دوی همدارنګه د ګمرکونو او بندرونو د ستونزو، په ټولو بندرونو کې د قوانینو او مقرراتو د برابر تطبیق، د وارداتي غنمو د تعرفې د معافولو، امنیت، د سړو خونو، بندرونو کې د تاسیساتو، اصلاحاتو او د کمېشنکارانو او مافیا د مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
ولسمشر غني د دوی د ویناوو او معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، ستاسو وړاندیزونو او غوښتنو ته د رسیدګي په موخه به له اقتصادي عالي شورا، اړوندو وزارتونو سره او هم د تصمیم نیولو تعقیبي غونډې جوړې شي.
هغه له خصوصي سکتور استازو څخه وغوښتل چې د حیرتان، تورغونډۍ او اقینې بندرونو د بیو مقایسوي جدول ترتیب او له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي چې په اساس یې تصامیم ونیول شي او په دغو بندرونو اساسي پانګونه کېږي.
ولسمشر وویل، د داخلي تولیداتو زیاتوالی د ټولو په ګټه دی او افغانستان باید په عمده صادرونکي هیواد بدل شي. تولیدونکې فابریکې دې له واردونکو شرکتونو سره په همغږۍ د ارزښت زنځیر ایجاد او پیاوړی کړي، په دې برخه کې دولت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي هغوی ته په خطاب کې وویل، د مالیې د کموالي د غوښتنې په صورت کې باید د توکو د بیو په اړه هم پایلې ته ورسېږو چې تاسو څو سلنه ګټه اخلئ.
هغه زیاته کړه، ((د ځمکې درکولوکې ستونزه نه لرو، خو له مشخص وړاندیز سره راشئ چې په کوم ترتیب او شرایطو ځمکه غواړئ.))
محمداشرف غني صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه وکړه چې واضح نظارتي میکانیزم دې ایجاد او اصلي شرکتونه دې تفکیک شي. همدارنګه دې کرنې وزارت د اصلاح شویو تخمونو تولیدونکو سره د داسې پروګرام په اړه نتیجې ته ورسېږي چې په درې کالو کې د تولید اندازه ۵۰ زره ټنه ته ورسېږي.
ولسمشر وویل، د مرغدارۍ خصوصا د چرګوړو د تولید او خوراکې برخه کې پانګونه زیاته کړئ. هغه زیاته کړه، په ګمرکونو او بندرونو کې د مدیریت او امنیت له پلوه اساسي بدلون راځي او مالیې وزارت باید د اسنادو د پړاوونو بشپړولو پروسه لا اسانه کړي.
اشرف غني په پای کې د خصوصي سکتور له استازو څخه وغوښتل چې د کلیو او ولسوالیو د ثبات، هلته د کارونو د پيدا او له ځمکو څخه د موثرې استفادې په موخه ورسره خپلې طرحې شریکې کړې.
Views: 322
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن