ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګجر: کرونا ناروغي د یوه واښه خوړونکي حیوان له غوښې په استفادې درملنه کوو

بدخشان (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۹): د افغانستان د ګجر قوم ځیني کسان د دوی په سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نه شتون له امله د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د «اندک» په نوم یوه واښه خوړونکي حیوان له غوښې استفاده کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه یو شمېر هېوادونه د کرونا ویروس لپاره د واکسین پر جوړېدو توانېدلي دي.

د روغتیايي متخصصینو په خبره، له خپلسرو درملو، طبي بوټو او د حیواناتو له غوښتې استفاده نه یوازې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټه نه لري، بلکې مضر هم تمامېږي.

«اندک» څلور پښې لرونکی او چاغو پیشوګانو ته ورته حیوان دی چې په لوړو غرونو کې ژوند کوي.

د خلکو په خبره، یاد حیوان د څو میاشتو لپاره ژمنی خوب کوي او د هوا په ګرمېدو بېرته له خوبه ویښېږي.

په لرو پرتو سیمو، په ځانګړې توګه بدخشان ولایت کې خلکو پخوا د دغه حیوان له غوښې او غوړیو د روماتیزم، تبرګلوز، پښو درد، هډوکو درد، له ډنګرتوب څخه د مخنیوي او ناعلاجه ناروغیو د درملنې په برخه کې استفاده کوله او دغه رواج تر اوسه هم دوام لري، اوس خلک د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره هم د دغه حیوان غوښه خوري.

د بدخشان ولایت د ګجر قوم خلکو پژواک ته ویلي، د دغه حیوان غوښه د کرونا ناروغۍ لپاره ګټوره ده او د یاد ولایت ځيني اوسېدونکي ترې استفاده کوي.

عبدالجبار چې په قوم ګجر دی، د بدخشان کشم ولسوالۍ پمدرې سیمې اوسېدونکی دی پژواک ته وویل، څو موده مخکې یې له راډیو نه د کرونا ناروغۍ په اړه اورېدلي دي.

هغه دې ته په اشاره چې تر اوسه دغه قوم ته د کرونا له ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې هېڅ عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی؛ ځکه د دغه قوم ډېری خلک په غرونو کې ژوند کوي او برېښنا ته د لاسرسي نه لرلو له امله د کرونا اړوند عامه پوهاوي له پروګرامونو یې ګټه نه ده اخیستې.

نوموړي زیاته کړه، د دوی په سیمو کې د کرونا ځانګړو مرکزونو په ګډون هېڅ روغتیايي مرکز نشته، له همدې امله مجبور دي چې له څو کیلومتره پلې لار وروسته یې ناروغان د ولسوالۍ روغتون ته ورسوي.

هغه په کابل کې د پژواک خبریال ته وویل: “د روغتیايي مرکزونو نه موجودیت د دې لامل شوی چې ځينې کورنۍ د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «اندک» په نوم حیوان له غوښې استفاده وکړي او زه ترې خبر یم، هغو کسانو چې د یاد حیوان له غوښې استفاده کړې، الله ج ورته روغتیا ورکړې ده.”

د بدخشان د جرم ولسوالۍ دره خستګ درې اوسېدونکې ۳۷ کلنې زرغونې وویل، د «اندک» په نوم د یوه حیوان له غوښې او غوړیو استفاده د روماتیزم، هډوکو درد، ملا درد او نورو هغو ناعلاجه ناروغیو درملنې لپاره ډېره ګټه لري چې ډاکتران یې درملنه نه شي کولای.

هغه زیاته کړه: “دغه حیوان د طبي بوټو پېژندو او خوراک لوړ حس لري، تل له نباتاتو استفاده کوي.”

هغه پر دې باور ده چې د یاد حیوان له غوښې او غوړیو استفاده د کرونا ناروغانو لپاه ګټه لري او تر اوسه لسګونه کسان د دغه حیوان له غوښې او غوړیو د استفادې له امله له کرونا ښه شوي دي.

د بدخشان ولایت کشم ولسوالۍ د دره جېم اوسېدونکي محمد نعیم چې اوس د کابل ښار په ریشخور سیمه کې ژوند کوي، په ګجر مېشتو سیمو کې د عامه پوهاوي نشتوالي له امله د کرونا ناروغانو مړینې کچه لوړه وبلله او ویې ویل: “خلک معلومات نه لري، د یو او بل په خوښۍ او غم کې ګډون کوي، اصلاً نه پوهېږي چې پر کرونا د نه اخته کېدو لپاره څه وکړي او له کومو کارونو ډډه وکړي.”

په شمال ختیځ زون کې د ګجر قوم شورا رییس عبدالحق حقیار ګجرزاده مني چې د دغه قوم ډېری خلکو ته ځکه د کرونا اړوند عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی او د کرونا په ځانګړو روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو محروم دي چې په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي، په ځینو حالتونو کې مجبورېږي چې له نباتاتو ان د ځينو حیواناتو له غوښې د بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړې توګه کرونا د درملنې لپاره استفاده وکړي.

هغه څرګنده کړه چې د روغتیا، په ځانګړې توګه د کرونا په اړه د عامه پوهاوي د نه موجودیت په برخه کې د خلکو شته ستونزې یې څو ځلې له دولتي مسوولینو سره شریکې کړې خو هېڅ توجه ورته نه ده شوې.

په ورته وخت کې د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې د پشه يي قوم مرستیال عبدالرحمان فاروقي چې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د اندک له غوښې پر استفاده باوري دی، پژواک ته وویل، پخوا د دغه حیوان له غوښې او غوړیو د توبرکلوز، روماتیزم، پښو درد، هډوکو درد او نورو لپاره استفاده کېده خو اوس د روغتیايي مرکزونو نه موجودیت له امله د کرونا ناروغۍ هم د دغه حیوان په غوښه درملنه کوي.

هغه زیاته کړه، دغه حیوان شغال ته ورته دی او د غبرګولي، چنګاښ او وږي په میاشتو کې په لوړو غرونو کې پیدا کېږي، خو اوس تر واوره لاندې ژمنی خوب کوي.

نوموړي د دغه حیوان له غوښې استفاده حرامه وبلله او ویې ویل: “یاد حیوان څلور پښې لري او پنجه لري، د اسلام مبارک دین د حکم پر اساس یې له غوښې استفاده حرامه ده، خو په ځينو حالتونو کې خلک مجبورېږي چې د ناروغیو درملنې لپاره ترې استفاده وکړي.”

د بدخشان ولایت د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول کیکاووس تکساري په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې د ځینو خلکو له خوا د اندک په نوم د حیوان له غوښې پر استفاده ناخبري وښوده پژواک ته وویل: “لومړی ځل دی چې دا موضوع ستاسو له خولې اورم. ”

د هغه په خبره، ګجر د بدخشان د اوسېدونکو ډېره کمه برخه جوړوي، دوی په غرونو کې له ښار لرې ژوند کوي.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر نوشین ګهر کریمي پژواک ته د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د اندک په نوم حیوان له غوښې استفاده ناسمه وبلله او ويې ویل، هغه مشخص موارد چې وښيي ځينې خلک په بدخشان کې د یاد حیوان له غوښې استفاده کوي دوی ته نه دي وړاندې شوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اوهیومیوپیتک طب ټولنې رییس ډاکتر عبیدالله هاشمي پژواک ته وویل، تر اوسه داسې شواهد نشته چې ثابته کړي کوم نبات یا د حیوان غوښه د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ګټه لري.

هغه د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د دغه حیوان له غوښې استفادې لامل د عامې روغتیا کمزوري وبلله او ویې ویل، یاد وزارت تر اوسه نه دی توانېدلی چې خلکو ته د کرونا په اړه عامه پوهاوی ورکړي، له همدې امله خلک د دغه ډول حیوان له غوښې او نورو خوړو استفاده کوي.

نوموړي د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل، په لرو پرتو سیمو کې مېشتو کسانو ته دې د کرونا ناروغۍ اړوند پوهاوی ورکړي څو د دې ناروغۍ درملنې لپاره د دغه ډول حیواناتو له غوسې استفاده ونه کړي.

دیني عالمان وايي، د «اندک» د غوښې خوړل حرام دي.

د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې د حضرت یوسف (ع) د جومات خطیب مولوي امدادالحق پژواک ته وویل، ددغه حیوان غوښه حرامه ده او هېڅ روغتیايي ګټه نه لري.

هغه زیاته کړه: ” د پیغمبر (ص) ښکاره حدیث دی چې ویلي یې دي: زما د امت شفا د حرامې غوښې په خوراک کې نه ده. ”

په افغانستان کې د ګجر قوم د شورا مرستیال او دیني عالم مولوي عبدالمنان عارف پژواک ته وویل، د اندک حیوان غوښه خوړل حرام دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري پژواک ته وویل، دغه وزارت په دې وروستیو کې د کرونا وضعیت ښه کنټرول او د کرونا دویمې څپې په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي کمېټه جوړه کړې ده.

د نوموړې په خبره، د دې کمېټې دنده دا ده چې په ټول هېواد، په ځانګړې توګه لرو پرتو سیمو کې خلکو ته د کرونا ویروس مخنیوي او خپرېدو اړوند عامه پوهاوی ورکړي.

هغې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د ځينو حیواناتو غوښې او نباتاتو د ګټې او زیان په اړه وویل، کووید- ۱۹ یو ویروس دی چې تر اوسه یې په ټوله نړۍ کې درمل نه دي جوړ شوي، یوازې واکسین یې تیار شوی چې هغه هم افغانستان ته نه دی را رسېدلی.

هغې ټینګار وکړ چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ لپاره هېڅ خوندي درمل نه دي جوړ شوي او ویې ویل، ځیني درمل د دې ناروغۍ د نښو لکه تبې د کنټرول لپاره کارول کېږي.

مېرمن جعفري له هېوادوالو وغوښتل چې د ډاکتر له مشورې پرته له هېڅ درملو، نبات یا د کوم حیوان له غوښې استفاده ونه کړي.

په افغانستان کې د ګجر قوم نفوس په کابل، پروان، کاپیسا، بغلان، بلخ، کندز، تخار، بدخشان، نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې ژوند کوي. د دغه قوم ډېری کسان په غرنیو، صعب العبوره او سړو درو کې ژوند کوي او پر مالداري بوخت دي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 1014

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.