Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له جرمني څخه را ايستل شوي ٢٦  افغانان کابل ته راولېږدول شول

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٩) : له جرمني څخه راايستل شوي ٢٦ افغانان په يوې ځانګړې الوتکه کې نن کابل ته راولېږدول شول.

جرمني رسنۍ (ډي پي اى) د مرغومي په ٢٤مه، خبر رورکړى چې له ٢٠١٦ زيږديز کال راهيسې چې له جرمني څخه د ناقانونه افغانانو د ايستلو لړۍ پيل شوې، دا ٣٥مه جوپه وه چې کابل ته راولېږدول شوه.

سرچينې زياته کړې چې په يوې دربست نيول شوې الوتکه کې دغه ٢٦ افغانان نن سهار په اووه بجو د کابل هوايي ډګر ته ورسېدل.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ٩٦٣ افغانان چې د پناه غوښتلو په موخه دغه هېواد ته تللي وو، بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

د سرچينې په وينا، وروستۍ جوپه يې تېره مياشت کابل ته لېږدول شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني يو شمېر د بشري حقونو سازمانونو ويلي چې د افغانستان وضعيت ښه نه دى او د دغو کسانو له لېږلو سره يې مخالفت ښودلى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.