کابل (پژواک، ٢٧ مرغومی ۹۹): ولسمشر اشرف غني د بلخ چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که چېري نهه کلن عبدالرووف د تښتوونکو له بنده راخوشی نه شي نو له دندو به یې ګوښه کړي.
بلخ کې د ترک قوم یو نهه کلن ماشوم عبدالرووف د روان کال په لړم میاشت کې مکتب ته پر لاره وتښتول شو.
انسان تښتوونکو د هغه خوشي کېدو بدل کې یو میلیون امريکایي ډالر د هغه له کورنۍ غواړي. ویل شوي دي چې انسان تښتوونکو نظامي جامې پر ځان وې.
د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه پال په خپله ټویټرپاڼه کی لیکلي چې ولسمشر اشرف غني د بلخ چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که یاد ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی نه شي، ټول امنیتي چارواکي به له دندو ګوښه کړي.
مخکي له دې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د عبدالروف کورنۍ او یو شمېر قومي مشران مرکز ته رابللي وو او هغوی ته یې ژمنه ورکړه چې عبدالرووف به د انسان تښتوونکو له بنده خوشی کړي.
د عبدالرووف مور زهرې ویلي چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په غوښتنه له اعتراضونو لاس اخلي او ۱۵ ورځې نور به هم د خپل زوی راخوشي کېدو ته منتظر شي.
د عبدالرووف خپلوان چې ۵۰ ورځې کېږي د بلخ ولایت مقام ودانۍ مخې ته د تحصن خېمه وهلې، په دویم ځل خبرداری ورکوي چې که چېرې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم ونه کړای شي دغه ماشوم راخوشی کړي، خپل اعتراض به پراخ کړو.
په همدې حال کې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وایي چی د ۲۰ عملیاتو په سرته رسولو، د دغه ماشوم په اړه هېڅ څرک نه دی لګېدلی.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP