Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: د ننګرهار حصارک کې ۵۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې يې د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژلي دي.

چارواکي دغه راز د ۲۸ وسله والو د ټپي کولو ادعا هم کوي، خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، د دغه ولایت حصارک ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د یو سیمه ییز قوماندان مولوي یاسر په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان ووژل شول.

هغه زياته کړه، دغه راز د امنيتي ځواکونو په دغو بريدونو کې ۲۸ نور طالبان ټپیان هم شول، چې ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم تخریب شوي دي .

دی وايي، په يادو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د سيلاب قول اردو له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د دغه خبر پخلی شوی او ډاډ ورکړل شوی چې بريدونو کې ملکي خلکو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.