کندهار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۹): سږ کال د کندهار له باغونو شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه انار تر لاسه شوي چې د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵ زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي.
دغه انار په داسې حال کې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې د کال په لومړیو درېیو- څلورو میاشتو کې د کرونا وبا خپرېدو له امله لارې تړلې وې او په دې وروستیو کې بیا په ارغنداب او ورڅېرمه ولسوالیو کې جګړې پیل شوې چې د انارو د تولید مرکز ګڼل کېږي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، سږ کال سراسر له ستونزو ډک و، سږ کال که څه هم د انارو حاصلات ډېر وو خو د طبیعي افاتو له امله یې ډېره برخه چاودېدلي وو.
دغه راز د کال په پیل کې د کرونا وبا خپره شوه چې له امله یې درې او څلور میاشتې لارې تړلې وې، خو کله چې د انارو د باغونو د حاصلاتو ټولولو وخت راورسېد نو په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او نورو ولسوالیو کې سختې جګړې پیل شوې او دغو ټولو پېښو باغ لرونکي او سوداګر سخت زیانمن کړل.
خو ده یادونه وکړه چې له دې سربېره سږ کال د کندهار له باغونو ۲۰۰ زره ټنه انار تر لاسه شوي دي.
دی وايي، له دې جملې د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵ زره ټنه انار بهر ته صادر شول چې ډېره برخه یې پاکستان او هندوستان او لږه برخه یې متحده عربي اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
د ده په خبره، دا چې سږ کال د کندهار د انارو نږدې نیمايي برخه چاودلي وو، نو د اناردانې په بڼه هم ۹۰۰ ټنه صادر شوي چې ټولیز ارزښت یې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر کېږي.
د نوموړي په وینا، د کندهار انار د طبیعوالي او خوند له مخې ځانګړي دي او د نړۍ ډېر هېوادونه یې غوښتونکي دي، خو ستونزه د لارو د نشتوالي ده چې نه یې د ځمکې له لارې لېږلای شي او نه د هوا له لارې.
د ده په وینا، څلور کاله مخکې د افغانستان- هند هوايي دهلېز پرانیستل شو، کروندګر او سوداګر دواړه خوشحاله وو او فکر یې کاوه چې کلونه وروسته یې د خپلو محصولاتو د صادرولو لپاره هوايي لار موندلې، خو له بده مرغه دې چارې ډېر دوام و نه کړ.
هغه وویل، له لومړیو دوو کلونو پرته، له تېرو دوو کلونو راهیسې له کندهاره د هوايي دهلېز یوه الوتنه هم نه ده شوې، په داسې حال کې چې دوی هره اوونۍ د کارګو الوتکې له لارې د ۴۰ ټنه وچې او تازه مېوې صادرولو ته چمتووالی درلود.
دی وايي، نه پوهيږي ستونزه څه ده چې دغه چاره ځنډېدلې ده، خو دوی په وار وار د دې لړۍ د بېرته پیلولو غوښتنه کړې ده.
دی وايي،که د هوايي دهلېز له لارې د مېوو د لېږد اسانتیا بیا برابره شي نو دوی به وکړای شي په لنډ وخت کې مېوه په خپل اصلي کیفیت د هندوستان تر مارکېټونو ورسوي.
دغه راز ده د یو شمېر هېوادونو او افغانستان تر منځ د ځمکنیو لارو پرانیستل مهم پرمختګ وګاڼه، خو غوښتنه یې وکړه چې دا پرانیستنې باید تش په نوم نه وي، بلکې له اړوندو هېوادونو سره باید د تخفیف، اسانتیاوو او مصئونیت تړونونه لاسلیک او عملي شي.
هغه د بېلګې په توګه د لاجورد لاره یاده کړه چې پرانیستل شوه خو عملاً هیڅ هم نشته.
دغه راز ده د چابهار بندر یادونه وکړه چې که څه هم سږ کال د دغه بندر له لارې شاوخوا ۲۰۰ لارۍ وچه او تازه مېوه صادر شوي خو له دې لارې د صادراتو په برخه کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي.
دی وايي، پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله افغان سوداګر نه شي کولای له صادراتو وروسته خپلې پیسې افغانستان ته راولېږدوي چې دا جدي ستونزه له جمهوري ریاست سره هم شریکه شوې خو کوم اقدام نه دی شوی.
د ده په خبره، چابهار بندر باید پر ایران د امریکا له بندیزونو مستثنا وي.
د دې تر څنګ د سوداګرۍ خونې مرستیال د کرنې له وزارت څخه وغوښتل چې بهرنیو هېوادونو ته د معیاري صادراتو په موخه دې د کرنې او بڼوالۍ پر فني برخو کار وکړي، ځکه بڼوال، د کرنې، درملو، فني او مسلکي کسانو د کمښت او نورو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د انارو سوداګر او بڼوال هم د حاصلاتو او صادراتو په برخه کې له ستونزو سر ټکوي او وايي، تر هغه چې افغانستان بهرنیو هېوادونو ته ګڼې ځمکنۍ او هوايي لارې و نه لري نو د صادراتو په برخه کې به له ستونزو سره مخ وي.
حاجي نصیر د تازه مېوې سوداګر دی چې وايي، د صادراتو په برخه کې یې تکیه یوازې د سپین بولدک- چمن پر لارې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یې انار پاکستان ته صادر کړل، خو دا چې کیفیت یې ښه نه و، ان د لارې کرایه یې هم جوړه نه کړه.
د ده په خبره، سږ کال له یوې خوا د انارو کیفیت خراب او چاودېدلي وو، له بلې خوا پاکستان پر تازه مېوې مالیه هم لوړې کړې، یعنې پخوا یې پر یوه موټر انارو ۳۰ زره کلدارې مالیه اخیسته خو سږ کال یې له ۸۰ زره تر ۱۰۰ زره کلدارو اخیستې چې سوداګر یې زیانمن کړل.
نوموړی له حکومته د دې او نورو ستونزو حل دایمي حل غواړي.
بڼوال بیا د یادو شوو ستونزو تر څنګ د ناامنیو او جګړو یادونه کوي چې د انارو د حاصلاتو پر مهال پیل شوې او هغوی ته یې زیانونه واړول.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بڼوال شمس الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ له یوې خوا د انارو کیفیت ښه نه و او له بلې خوا د حاصلاتو د ټولولو پر مهال جګړې پیل شوې چې د ډېرو بڼوالو د بشپړ کال خوارۍ یې خاورې کړې.
دی زیاتوي، د ده په ګډون د ارغنداب سلګونو بڼوالو د جګړې او ماینونو له امله خپل کورونه او باغونه چې ټول کال یې د هغو حاصل اخیستو ته تېر کړی و، پرې ایښي او په کندهار ښار کې یې په کرايي کورونو کې اړولي دي.
نوموړي وویل، دغه وضعیت سږ کال بڼوال او سوداګر دواړه زیانمن کړي دي، په داسې حال کې چې په بشپړ کال کې یې د ګټې وټې همدا یو سېزن وي.
دغه بڼوال ګیله وکړه چې دولت ورسره د امراضو په تشخیص او کنټرول کې هم لازمې مرستې نه دي کړي، ځکه نو هر کال له دغسې ستونزو سره مخامخ کېږي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي هم وايي چې سږ کال د دې ولایت د انارو کمیت ښه خو کیفیت يې ښه نه وو.
ده هم د انارو د چاودېدو او نورو امراضو یادونه وکړه چې په اړه یې له بڼوالو سره تخنیکي مرستې شوي او هغوی ته یې د مخنیوي د لارو چارو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
سیدي وویل، هر کال په کندهار کې هم د خصوصي سکتور او هم د کرنې ریاست د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د انارو په باغونو کې له ۵ تر ۱۰ سلنه ډېروالی راځي.
ده زیاته کړه، په همدې بنسټ په دې وروستیو کې د کندهار د انارو د حاصلاتو کچه تر ۲۰۰ زره ټنو پورې رسېدلې ده.
ده خبر ورکړ چې د کرنې ریاست به د انارو او نورو مېوو د کیفیت پر ښه والي کار وکړي.
د یادونې ده چې تېر کال د کندهار باغونو له ۱۵۰ زره ټنه ډېر د انارو حاصلات ورکړي وو چې د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱ زره ټنه یې بهر ته صادر شوي وو.
Views: 200
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن