ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا سفارت: امریکايي وګړي دې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي

د امریکا سفارت: امریکايي وګړي دې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي

author avatar
18 Jan 2021 - 12:47
د امریکا سفارت: امریکايي وګړي دې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي
author avatar
18 Jan 2021 - 12:47

کابل (پژواک، ۲٩ مرغومی ۹۹): کابل کې د امریکا سفارت وايي، په دې وروستيو کې په افغانستان کې بریدونه، جنایي پېښې او هدفي وژنې ډېرې شوې نو د دغه هېواد اتباع دې افغانستان ته له راتلو ډډه وکړي.

په کابل کې د امريکا سفارت له لوري د مرغومي په ۲٨مه په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې یو شمېر هوټلونه، هستوګنځایونه، د ملګرو ملتونو استازي دفتر او نورې هغه سیمې چې د بهرنیو وګړو، په ځانګړې توګه د امریکایي اتباعو د تګ راتګ او راټولېدو ځایونه دي، له زیات ګواښ سره مخ دي.

د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د امریکا سفارت ټولو امریکايي اتباعو ته یادونه کړې چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او څوک چې افغانستان کې دي، دغه هېواد دې پرېږدي.

په اعلاميه کې پر امريکايي اتباعو ټينګار شوی چې که په افغانستان کې پاتې کېږي، يوازې باید هغه محدود سفرونه ترسره کړي چې ډېر اړین وي.

دا په داسې حال کې ده چې درې میاشتې مخکې هم د امریکا سفارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي وو چې په کابل او نورو ولایتونو کې به د خبریالانو او مدني فعالان وژنې زیاتې شي.

د امریکا سفارت داسې مهال يادې څرګندونې کوي چې تر بل هر وخت ډېرې هدفي وژنې، جنايي پېښې او د نورو جرمونو کچه لوړه شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.