Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند د واشير ولسوال وژل شوی

لښکرګاه (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٩): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د دغه ولايت د واشير ولسوال له خپلو دوو ساتونکو سره يو ځاى وژل شوى دى.

د هلمند ولايتي شورا رييس عطاالله افغان د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د لښکرګاه ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د غنمو منډوي ته څېرمه وسله والو موټرسايکل سپرو د واشير ولسوال محمد ظاهر حقيار پر موټر ډزې وکړې.

هغه وايي چې په دغه برید کې ولسوال وژل شوى او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د ولسوال په موټر کې څلور کسان وو چې د ولسوال په ګډون درې يې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام هم د ولسوال وژل کېدل تاييدوي او وايي، په دې پېښه کې د ولسوال دوه ساتونکي ټپيان شوي هم دي.

والي وايي چې د يادې پېښې عاملينو نيولو په موخه يې امنيتي ارګانونو ته سپارښتنې کړې دي.

بل لور ته د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو په مرکز لښکرګاه کې د يوه چريکي بريد په ترڅ کې د واشير ولسوال او د هغه يو ساتونکی وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.

د يادونې ده، په دې وروستيو د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې د هدفي وژنو ګراف لوړ شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.