ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال لغمان کې د مالټې او لیمو ونو ۲۴۰۰ ټنه حاصل ورکړی

سږ کال لغمان کې د مالټې او لیمو ونو ۲۴۰۰ ټنه حاصل ورکړی

author avatar
19 Jan 2021 - 14:41
سږ کال لغمان کې د مالټې او لیمو ونو ۲۴۰۰ ټنه حاصل ورکړی
author avatar
19 Jan 2021 - 14:41

مهترلام (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٩): د لغمان کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د مالټې او ليمو ٢٤٠٠ ټنه حاصلات ترلاسه شوي خو په راتلونکي کال کې به دغه اندازه څلور زره ټنو ته لوړه شي.

د لغمان کرنې رييس جميل خوشحال پژواک خبري اژانس ته يوې ځانګړې مرکې کې وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې ليمو او مالټو ښه حاصلات ورکړي دي.

دى وايي: ((٩٦ هکتاره ځمکه کې موږ د ستروس کورنۍ باغونه جوړ کړي چې يواځې ليمو او مالټې ٢٤٠٠ ټنه حاصلات کړي دي خو مطمين چې دغه کچه به کال ته له خېره سره څلور زره ټنو ته لوړه شي.))

خو دى زياتوي، په پام کې ده چې په راتلونکي کلونو کې په ٢٥٠٠ هکتاره ځمکه کې د ستروس کورنۍ بوټې کېښودل شي.

د خوشحال په وينا، په تېرو دوو کلونو کې يې د لغمان په بېلابېلو سيمو کې د مالټو ٢٠٢ باغونه جوړ کړي چې په راتلونکي کال کې به ښه حاصل ورکړي.

دغه راز لغمان کې يو تن کروندګر حاجي امين پژواک ته وويل چې د مرکز مهترلام په بابا صيب سيمه کې يې په پنځوس جريبه ځمکه کې د مالټې او ليمو باغ جوړ کړى دى.

هغه وايي: ((تېر کال مې له همدغه باغ څخه پنځوس زره افغانۍ عايد ترلاسه کړى و، خو سږ کال به له دې هم ډېر وي؛ ځکه ليمو او مالټې ښه بازار لري او زر خرابېږي هم نه.))

بل لور ته د کرنې برخې يوه کارپوه انجنير صحبت خان پژواک ته وويل چې ټول ختيځ زون خو په ځانګړي توګه لغمان مديترانه يي اقليم لري چې د ستروس کورنۍ په کې ښه حاصل ورکوي.

د کرنې وزارت چارواکو معلوماتو له مخې، هر کال هېواد ته شاوخوا سل زره مټريک ټنه د ستروس کورنۍ توليدات له بهره وراديږي خو که په افغانستان کې دې برخې ته پراختيا ورکړل شي، له نورو هېوادونو به د ستروس کورنۍ واردولو اړتيا ونه ليدل شي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.