پلخمري (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٩): بغلان کې د یوه قومي مشر په کور کې د ماین چاودنې له امله د هغه په ګډون شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د پخواني جهادي قوماندان او پاڅون کوونکي ملا عالم مطمين په کور کې شوې ده.
ملا عالم مطمين ته يوې نږدې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل چې نن غرمه دوولس نیمې بجې د پلخمري ښار بلاکونو سیمه کې د پخواني جهادي قوماندان ملا عالم مطمين په مېلمستون کې ماین چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې ملا عالم، زوى يې هاشم، خوريى يې نيازګل او درې نور کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت هم د پېښې په تايید سره وايي چې په ياده پېښه کې د ملا عالم په ګډون شپږ کسان ټپيان شوي دي.
خو دى وايي چې د ملا عالم يوه ساتوونکي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
ملا عالم مطمین د حزب اسلامي پخوانى جهادي قوماندان دی چې اوس مهال د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کې د یو شمېر سیمه ییزو پولیسو او پاڅون کوونکو مشري په غاړه لري
Views: 580
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP