ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین کې ځینې شرکتونه د افغانستان جلغوزي په تېروتنې د«برازیل» په نوم پلوري

چین کې ځینې شرکتونه د افغانستان جلغوزي په تېروتنې د«برازیل» په نوم پلوري

author avatar
20 Jan 2021 - 08:41
چین کې ځینې شرکتونه د افغانستان جلغوزي په تېروتنې د«برازیل» په نوم پلوري
author avatar
20 Jan 2021 - 08:41

کابل(پژواک،۱ سلواغه ٩٩): ځینې چینایي شرکتونه د افغانستان جلغوزي د «برازیل» په نوم پلوري او دغه نوم چینایي ژبه کې «د پاکستان لوېدیځ» کلمو له اختصار(باشي) څخه چې برازیل ته هم وایي، په ناسمه توګه اخیستل شوی دی.

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې ۴۵ زره هکتاره ځمکه د جلغوزیو ځنګلونه جوړوي او کلني حاصلات یې تر ۲۳ زره ټنو رسېږي. د یادو ځنګلونو ډېره برخه په خوست، پکتیکا، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې ده.

د راپورونو له مخې، پخوا به د افغانستان جلغوزي په ټیټه بیه پاکستان ته په قانوني او ناقانونه توګه لېږدول کېدل او پاکستان به تر پروسس وروسته په خپل نوم په چین او نورو نړیوالو مارکېټونو کې پلورل.

د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې د افغانستان او چین ترمنځ هوایي دهلېز پرانیستل شو او اوس د افغانستان جلغوزي د همدې دهلیز له لارې چین ته صادرېږي او یاده ستونزه تر ډېره حل شوې ده.

خو اوس هم د چین ځینې شرکتونه د افغانستان جلغوزي د ‌”برازیل” په نوم پلوري.

د چين نړيوالې راډيو خبريالې ډیوې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان جلغوزي په چين کې ډېر زيات مينه وال لري، خو ډېر افغانان په چين کې د افغانستان د جلغوزيو په اړه دا پوښتنه لري چې ولې د هغوی د وطن جلغوزي هلته د برازيل په نوم پلورل کېږي.

د دغې پوښتنې د ځواب لپاره د چين د «جه جيانګ» ولايت په «هانګجو» ښار کې د جلغوزيو د پروسس او پلور یوه شرکت مسوول«لوجيان جونګ» ډیوې ته ویلي چې د یادې پوښتنې ځواب لپاره باید مخکې کلونو ته کتنه وشي.

جیانګ ویلي:« کلونه مخکې د پاکستان سوداګرو د افغانستان جلغوزي د چین د «شينجيانګ کاشغر» ښار ته راوړل، خو هغه وخت د افغانستان او چین تر منځ د جلغوزیو سوداګري نه وه پیل شوې، د پاکستان په لوېدیځ کې هم د جلغوزیو ونې شته، نو ځکه د چين سوداګرو فکر کړی و چې دغه جلغوزي د پاکستان په لوېديځ کې کرل کېږي.»

ډېوه په دې اړه چې ولې د افغانستان جلغوزي د برازیل په نوم پلورل کیږي، وایي چې په چینایي ژبه کې د پاکستان د لوېدیځ ته «با جي سی تان شي» (西巴基斯坦) ویل کیږي.

د هغې په وینا، پاکستان په چينایي ژبه کې «با جي سی تان» او لوېدیځ «شي» تلفظ کیږي، خو د جلغوزیو د نوم لپاره د دغو دوو کلمو لنډ ډول «باشي» کارول شوی او په چینایي ژبه کې «باشي» برازیل هېواد ته هم وایي.

د دې په وینا، له دې امله چې د یادو جلغوزیو لپاره د برازیل نوم د ډېر وخت لپاره کارول شوی او ډېر چینایان چې د افغانستان او پاکستان په اړه ډېر معلومات نه لري، د باشي د تلفظ له مخې چې برازیل ته هم وایي، د افغانستان د جلغوزيو په پېژندنه کې غلط شوي او فکر کوي چې د افغانستان جلغوزي د برازيل هېواد جلغوزي دي، چې دا په حقيقت کې يوه تېروتنه او ناسمه پېژندنه ده.

ډېوه وایي، په چین کې د جلغوزیو د پروسس ډېرې فابریکې فعالیت کوي او ځینو یې اوس د افغانستان د جلغوزیو د پلور پر کڅوړو لیکلي چې دغه جلغوزي د افغانستان محصول دی، خو یو شمېر یې لاهم پخواني هغه پاکټونه کاروي چې برازیل پرې لیکل شوي دي.

د هغې په وینا، وخت ته اړتیا ده چې په چین کې ټولې فابریکې د افغانستان جلغوزي د افغانستان په نوم پروسس او وپلوري.

د چین هانګزو «Hangzhou» ښار کې د جلغوزیو یو لوی شرکت « HANGZHOUFUYANG SANLU FOOD CO.,LTD —LU GE» اوس هم د جلغوزیو لپاره هغه پاکټونه کاروي چې برازیلي پرې لیکل شوي دي.

په چین کې یو مېشت افغان سوادګر عبدالعزیز وایي، د یاد شرکت له چارواکو سره یې خبرې کړي او هغوی ورته ویلي چې په یادو پاکټونو له برازیل څخه موخه د پاکستان لوېدیځ دی، خو اوس سره له دې چې یاد شرکت او د چین ټول سوداګر په دې پوهیږي چې په دغه نوم پلورل کېدونکي جلغوزي د افغانستان محصول دی، دوی دغه نوم ځکه تر اوسه د افغانستان د جلغوزو لپاره کاروي او نه یې شي بدلولای چې د دغه شرکت جلغوزي په همدغه نوم مشهور شوي دي.

خو عبدالعزیز وایي چې اوس ډېر کوچني چینایي شرکتونه د افغانستان جلغوزي د افغانستان په نوم پلوري او پر پاکټونو یا بوتلونو یې د برازیل پر ځای افغانستان لیکي.

عبدالعزیز وایي چې برازیل هم جلغوزي لري خو دومره لوړ کیفیت نه لري لکه څومره یې چې د افغانستان جلغوزي لري.

په چین کې د وچې مېوې د پروسس کولو او پلورلو د یو شرکت مسوول «شوی جيان جونګ» وایي چې دی د افغانستان جلغوزي د افغانستان په نوم پلوري او له هغه وروسته چې د چين او افغانستان تر منځ د جلغوزيو سوداګري پیل شوې، اوس چین کې خلک په دې پوه شوي چې د برازیل په نوم جلغوزي په حقيقت کې له افغانستان څخه راغلي او د افغانستان محصول دی.

د کابل ښار صنعتي پارکونو کې د جلغوزیو د پروسس د یوه شرکت مشر محمد کریم بیا وایي چې پخوا به د افغانستان جلغوزي پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېدل او پاکستان به په چین کې د پاکستان په نوم پلورل، خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده.

ده د برازیل په نوم په چین کې د افغانستان د جلغوزیو د پلور په اړه ناخبري وښوده او ویې ویل چې د افغانستان جلغوزي چین کې د افغانستان په نوم پلورل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند هم په چین کې د برازیل په نوم د افغانستان د جلغوزیو پلور ردوي او وایي، هغه جلغوزي چې د هوایي دهلېز له لارې چین ته لېږدول کیږي، هلته د افغانستان په نوم پلورل کیږي.

هغه وایي چې د چین او افغانستان تر منځ د هوایي دهلېز له پرانیستلو مخکې به د افغانستان جلغوزي پاکستان ته وړل کېدل او پاکستان به په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادرول، خو اوس تر ډېره د دغه کار مخه نیول شوې ده.

Views: 625

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.