ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا نوى حکومت له طالبانو سره پر شوي تړون له سره کتنه کوي

د امريکا نوى حکومت له طالبانو سره پر شوي تړون له سره کتنه کوي

author avatar
20 Jan 2021 - 08:29
د امريکا نوى حکومت له طالبانو سره پر شوي تړون له سره کتنه کوي
author avatar
20 Jan 2021 - 08:29

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٩): د امريکا د نوي ولسمشر له خوا د بهرنيو چارو وزارت لپاره غوره شوى نوماند وايي چې نوى حکومت به له افغان طالبانو سره د امريکا تړون و ارزوي.

د بي بي سي راپور له مخې، دغه څرګندونې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره شوي انټوني بلېنکن کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې نن یې د واک دوره پای ته رسېږي، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د خپل هېواد د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره يې له طالبانو سره تړون وکړ.

بلېنکن د خپل واک تایید غونډه کې د سناتورانو په ځواب کې وویل: “موږ دغه جګړه چې ابدي جګړه بلل کېږي، پای ته رسول غواړو، ځواکونه راستنول غواړو، خو هلته تر یوه بریده د هر ډول ترهګرۍ له ستنېدو سره د چلند وړتیا بايد وساتو چې له امله یې ورغلي وو. ”

نوموړي د طالبانو او امریکا د دوحې تړون په یادولو سره وویل: “باید کره یې و ارزوو چې رښتیا د څه په هکله خبرې شوې دي، زه یې تر اوسه پر جزئیاتو پوه نه یم. ”

بلېنکن د افغان حکومت او طالبانو خبرو ته په اشاره وايي: “که په تېرو شلو کلونو کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنې خوندي نه شي، نو زما په اند سخته ده چې د دې پروسې پایلې د دوام وړ وي.”

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې، ټول امریکايي ځواکونه به د سږ کال د مې تر میاشتې له افغانستان وځي او طالبانو هم ژمنه کړې چې په بدل کې به یې افغان خاوره د توندلارو ډلو له خوا نه کارېږي.

له ياد تړون وروسته طالبانو پر بهرنیو ځواکونو بریدونه ودرول، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه لا هم روان دي.

خو بل لور ته افغان حکومت دا مهال له طالبانو سره پر جګړه بوخت دی او هره ورځ د دواړو لورو کسان وژل کېږي.

په ورته وخت کې بيا طالبانو ویلي، که د دوی او امریکا تړون له مخې، ټول بهرني ځواکونو تر سږني پسرلي له افغانستان ونه وځي، نو دوی به پرې بریدونه له سره پیل کړي.

که څه هم جو بایډن له ډېر وخت راهیسې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون پای ته رسولو ملاتړ کړی، خو مرستیالانو یې وروستیو کې ویلي، له تاوتریخوالي سره د مقابلې لپاره باید کم شمېر سرتېري په دغه هېواد کې پاتې شي.

Visits: 511

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.