ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چارو اداره: د ۳۰ میلیونه ډالرو ادعا ناسمه ده او حقیقت نه لري

د چارو اداره: د ۳۰ میلیونه ډالرو ادعا ناسمه ده او حقیقت نه لري

author avatar
21 Jan 2021 - 18:14
د چارو اداره: د ۳۰ میلیونه ډالرو ادعا ناسمه ده او حقیقت نه لري
author avatar
21 Jan 2021 - 18:14

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۹): د چارو ادارې لوی ریاست د دې ادارې د سبزیو د تامین لپاره د ولسي جرګې د یوه غړي هغه ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې د چارو اداره یواځې د دېرش میلیونو ډالرو په ارزښت د سبزیو د پېر قرارداد لري.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې له یاد ریاسته پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه زياتوي، د چارو ادارې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لارې د ۰۲/۱۱/۱۳۹۹ نېټې د ۱۵۲۴۷ ګڼې رسمي مکتوب په ترڅ کې د سبزیجاتو د تدارک قرادادونو ټول جزئیات شریک کړي دي.

سرچينه کاږي، د چارو ادارې لوی ریاست د جمهوري ریاست د عالي مقام د ټولو داخلي او بهرنیو مېلمنو د خوراک تامین ترڅنګ د جمهوري ریاست د عالي مقام د لوی ریاست دفتر، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا دفتر اړوند د جمهور ريیس د ساتنې ریاست او رجال برجسته امنیت، دغه راز د جانبي واحدونو چې د مخکني جمهور رييس ښاغلي حامد کرزي دفتر، د جمهوري ریاست د مرستیالانو د دفترونو، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې، د ملي تدارکاتو ادارې، د پانګونې د اسانتیا واحد، د ستراتيژیکو او عامه اړیکو ادارې، د پاليسۍ او ستراتيژۍ ادارې او د ملي پراختیا شرکت د پنځلس زره کارکوونکو د ورځني خوړو د تامین مسوولیت پر غاړه لري.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې په ۱۳۹۹مالي کال کې په ټولیز ډول ۳۳ میلیونه افغانۍ چې شاوخوا ۴سوه او اته وېشت زره امریکایي ډالر کېږي، مصرف شوې دي. پر دې اساس په ولسي جرګې کې د خلکو د استازي له لوري د ۳۰ میلیونه ډالرو ادعا په بشپړ ډول ناسمه ده او حقیقت نه لري.

سرچينه وايي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې په دغه مکتوب کې د ټولو جزئیاتو ترڅنګ له ولسي جرګې غواړي څو د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو چې د منفي تبلیغ، عامه ذهنیت د تخریب، د ولسي جرګې باور او حیثیت ته زیان رسوي، ځان وساتي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.