ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات ته د ولسمشر غني سفر خبري پوښښ د خبریالانو له خوا تحریم شو

هرات ته د ولسمشر غني سفر خبري پوښښ د خبریالانو له خوا تحریم شو

author avatar
21 Jan 2021 - 18:20
هرات ته د ولسمشر غني سفر خبري پوښښ د خبریالانو له خوا تحریم شو
author avatar
21 Jan 2021 - 18:20

هرات ښار (پژواک، ۲ سلواغه ۹۹): په هرات کې خبریالانو دغه ولایت ته د ولسمشر غني سفر په اړه راپور خپرول یې تحریم کړل او د ولسمشر د سفر په اجنډا کې د رسنیو له پامه غورځول یې د بیان ازادي تر پښو لانې کول وبلل.

په هرات کې خبریالان او د رسنیو ملاتړو بنسټونو مسوولین وايي چې ولسمشر غني نن هرات ولایت ته سفر وکړ، خو د دغه سفر په اجنډا کې یوه خبریال هم شتون نه درلود او د ولسمشر د سفر خبري پوښښ لپاره خبریالان نه وو ورغوښتل شوي.

د خبریالانو په وینا، د دې په تعقیب د هرات سیمه ییزې ادارې له خبریالانو وغوښتل چې د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه پال په غونډه کې ګډون وکړي؛ خو دوی په دې ناسته کې ګډون خبریالانو ته بې احترامي او بې ارزښتي بللې ده او د ولسمشر د سفر خبري پوښښ یې تحریم کړی دی.

په هرات کې خبریال عبدالله سلجوقي، د ولسمشر د پروګرامونو مدیریتي ټېم له خوا د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت په اړه پر سپکاوي د نیوکې ترڅنګ وویل، په هرات کې له ولسمشر سره د لیدنې لپاره داسې کسان ټاکل شوي چې پر دولت نیوکه نه کوي او خپله د ولسمشر له ټېم څخه دي.

خبریالان وایي چې ټاکل شوې ولسمشر له مختلفو قومونو او ځوانانو سره وګوري او د ولسمشر په لیدنو کې رسنیو هېڅ ځای نه درلود چې دا خپله د خبریالانو او رسنیو فعالیت ته بې احترامي ده.

په هرات کې د رسنیو ملاتړي بنسټونه رسنیو ته د ولسمشر او د هغه د ټېم پر بې احترامۍ نیوکه کوي، وایي، په داسې حال کې چې حکومت تل شعار ورکړی چې د بیان ازادي او رسنیو له فعالیتونو ملاتړ کوي خو په عمل کې هېڅ کار نه کوي.

په هرات کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې رییس همایون نظري هرات ته پر ولسمشر او د هغه د سفر پر تنظیموونکو د نیوکې ترڅنګ وویل، په داسې حال کې چې باید د ولسمشر د سفر اجنډا په سر کې رسنیو او مدني فعالانو ځای درلودای؛ خو داسې کسان یې په اجنډا کې شامل کړي چې د هرات د خلکو ستونزې پټوي.

د نظري په خبره، د ولسمشر سفر په اجنډا کې د رسنیو له پامه غورځول د بیان ازادي تر پښو لاندې کول دي.

په ورته مهال، د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي چې ولسمشر په هېڅ ولایت کې له رسنیو سره خبري ناسته نه درلوده.

مینه پال زیاتوي چې د ولسمشر د لیدنو او مېلمنو رابللو پروګرام د سیمه ییزې دارې له خوا چمتو کېږي او هڅه کېږي چې نن شپه خبریالان د اسلام اتفاق ورځپاڼې د سلمې کالیزې نمانځغونډې مراسمو نه راوبلل شي.

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.