کابل (پژواک،۲ سلواغه ۹۹): مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰ کال ملي بودجې پر درېیمه طرحه جدي کار روان دی او ټاکل شوې چې د تصویب په موخه راتلونکې اوونې ولسي جرګې ته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د مرغومي په ۱۰مه لومړۍ او د دې میاشتې په ۲۷مه د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرحه، له ۱۱۰۰ څخه د ډېرو پروژو حذف، په احتیاطي کوډونو کې د بودجې ډېرول او نورو مواردو لکه د دولتي کارکوونکو په نتخواوو کې نه انډول په دلیل رد کړې دي.
د مالیې وزارت مالي او اداري معین عبدالحبیب ځدراڼ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال ملي بودجې پر پلان کار روان دی.
هغه زیاته کړه چې د دغه وزارت تخنیکي ټېم د هېواد په ولایتونو کې د ټولنې له بېلابېلو برخو سره په سلا مشورو بوخت دی، څو نظریات او لومړیتوبونه په بودجه کې شامل کړي.
د هغه په وینا، د تخنیکي کار په بشپړېدو او د بودجې دغه سند په اړه د کابینې له پرېکړې سره به راتلونکې اوونې درېیمه طرحه د تصویب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي.
په ورته مهال د مالیې وزارت د ویاند مرستیال فرید نوښت پژواک ته تایید کړه چې د را روانې اوونۍ په لومړیو کې د درېیمې طرحې په بشپړېدو سره به د بودجې سند ولسي جرګې ته وړاندې شي.
هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې د ۱۴۰۰ کال بودجه د اړتیاوو او افغانستان دولت په واک کې شته امکاناتو ته په کتو جوړېږي.
د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه په داسې حال کې تر اوسه د ولسي جرګې له خوا نه ده تصویب شوې چې د اساسي قانون له مخې، ملي شورا باید د مرغومي په ۳۰مه د ژمي په رخصتۍ تللې وای.
خو دې جرګې ویلي څو چې د معلمانو، مامورینو، سرتېرو او اجیرانو په نتخواوو کې یو شانوالی رانه شي، د بودجې سند نه تصویبوي او د ژمي په رخصتۍ نه ځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP