کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۹): د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان وارداتي برېښنا پایو کې د فني ستونزې پیدا کېدو له امله د کابل او ځینو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د دغه شرکت خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې د سمنګان مرکز ایبک ښار سب سټېشن په ۸۵ کیلومترۍ کې د بغلان په لور د وارداتي برېښنا یوې پایې فني ستونزه پیدا کړې ده.
خبرپاڼه کې لیکل شوي: ((د وارداتي برېښنا پایو کې د فني ستونزې پیدا کېدو له امله د کابل او ځینو هغو ولایتونو برېښنا چې د ازبکستان وارداتي برېښنا لري، پرې شوې ده.))
برېښنا شرکت دغه راز څرګنده کړې ده چې د کابل په ګډون د ازبکستان وارداتي برېښنا په مسیر کې د پرتو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د دې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې د برېښنا شرکت کارکوونکو د دې ستونزې هواري په موخه خپل کار پیل کړی دی.