ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار، پروان او پنجشنېر ولایتونو کې د نشه يي توکو نهه قاچاقچیان نیول شوي

په ننګرهار، پروان او پنجشنېر ولایتونو کې د نشه يي توکو نهه قاچاقچیان نیول شوي

author avatar
22 Jan 2021 - 11:54
په ننګرهار، پروان او پنجشنېر ولایتونو کې د نشه يي توکو نهه قاچاقچیان نیول شوي
author avatar
22 Jan 2021 - 11:54

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۹): د کورنیو چارو وزارت په درېیو ولایتونو کې د نشه يي توکو د نهو قاچاقچیانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو عملیاتو په لړ کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نهه کسان نیولي دي.

سرچینه کاږي چې د نیول شوو کسانو له ډلې د نشه يي توکو پنځه پلورونکي او یو قاچاق کوونکی په ننګرهار، دوه قاچاق کوونکي په پروان او یو قاچاق کوونکی په پنجشېر ولایت کې نیول شوي دي.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې له نیول شوو کسانو ۶۰ کیلوګرامه تریاک، ۱۴ کیلوګرامه چرس او یوه اندازه هیرویین او شیشه ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نشه يي توکو پلور او قاچاق په ډېری ولایتونو کې پر یوه لویه ستونزه اوښتې چې  خپرو شوو راپورونو له مخې، په وروستیو دوو میاشتو کې په اوو ولایتونو کې ۱۵ قاچاقچیان نیول شوي او د نشه يي توکو اووه نور قاچاق کوونکي په بدخشان او ۳ نور د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر او ډېره اندازه نشه يي توکي په تورخم بندر کې نیول شوي دي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.