کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۹): د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امريکا د نوي حکومت د هغه تصمیم چې غواړي د امريکا او طالبانو تر منځ پر هوکړې بيا کتنه وکړي، هرکلی وکړ.
دغه څرګندونې نن (دسلواغې په ۴مه) د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ معين او سرپرست عبدالله خنجاني په ويډيويي کليپ کې چې يوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رالېږلې، کړې دي.
ده زياته کړې، د افغانستان حکومت د امريکا د نوي حکومت هغه پرېکړه چې ګواکې د امريکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې پر شوې هوکړې بيا کتنه وکړي، هرکلی کوي.
د هغه په وينا، دغه هوکړه بايد د افغانستان د خلکو پر غوښتنه ولاړه وي، ترڅو تاوتريخوالی کم او يوې دايمي سولې ته لاره هواره شي.
ده زياته کړې، د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو تر منځ شوې خبرې هم د يوې تلپاتې سولې او ډيموکراتيک افغانستان لپاره دي.
د متحده ايالتونو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن د ملي امنيت سلاکار جیک سالیوان د افغانستان ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره د سلواغې په درېيمه په ټيلېفوني خبرو کې ويلي و چې د متحده ايالتونو حکومت به د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د دوحې هوکړې په اړه له سره بيا کتنه وکړي.
دغه راز دوه ورځې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره شوي انټوني بلېنکن هم ورته څرګندونې کړې وې.
د یادونې ده، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو په لومړي پړاو کې (شاوخوا درې میاشتې) د سولې پر کړنلاره موافقه وشوه او په دویم پړاو کې له درېیو اوونیو وقفې وروسته خبرې يو ځل بيا د مرغومي میاشتې په ۱۷مه په قطر کې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP