ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې ۶۴ کارکوونکو تر اوسه معاشونه نه دي اخیستي

کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې ۶۴ کارکوونکو تر اوسه معاشونه نه دي اخیستي

author avatar
24 Jan 2021 - 16:44
کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې ۶۴ کارکوونکو تر اوسه معاشونه نه دي اخیستي
author avatar
24 Jan 2021 - 16:44

کندهار (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): په کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې یو شمېر کار کوونکو تر اوسه خپل معاشونه نه دي اخیستي او له اړوندې ادارې د خپلو معاشونو غوښتنه کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې بهیر تېر کال د غبرګولي په ۱۸مه پیل شوی و او د چنګاښ په ۹مه پای ته رسېدلی و.

له هغې مودې شاوخوا یو نیم کال تېرېږي خو د دغې پروسې ۶۴ کارکوونکو ته چې ډېری یې مېرمنې دي تر اوسه معاشونه نه دي ورکړل شوي.

دوی وايي، په وار وار یې له اړوندو ادارو سره په دې اړه خبرې کړي خو هغوی تر اوسه هیڅ اقدام نه دی کړی.

د زرمينې په نوم د دغې پروسې یوې کارکوونکې پژواک اژانس ته وویل، په سختو شرایطو کې یې د نوم لیکنې په پروسه کې کار وکړ، خو حق یې تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

دا وايي، په وار وار په ډله ییزه توګه د ټاکنو کمېسیون او د شکایاتو کمېسیون ته ورغلي او دغه ستونزه یې له نژدې ورسره شریکه کړې ده خو هغوی یوازې ژمنې کړي او عملي کړي یې نه دي.

د دې په خبره، دغسې چلند خلک د ټاکنو پر کمېسیون بې باوره کړي او دا به ګرانه وي چې په راتلونکې کې څوک له دې ادارې سره کار ته زړه ښه کړي.

دا د خپل حق غوښتونکې ده او وايي، حکومت باید د دوی په شان بې وزلو غږ واوري.

د نور احمد په نوم یو بل تن چې په ډنډ ولسوالۍ کې يې د نوم لیکنې په پروسه کې کار کړی وايي، د یوې ادارې لپاره دا ډېر بده ده چې د یو نیم کال په تېرېدو هم خپلو کارکوونکو ته معاش ور نه کړای شي.

دی زیاتوي، د دغې پروسې ټولو کارکوونکو خپل ژوند په خطر کې واچوه او دغه ملي پروسه یې مخ ته یووړه، خو په بدل کې یې د ټاکنو کمېسیون د هغوی معاشونه ګرځولي دي.

نوموړی هم غوښتنه کوي چې نور د دوی انتظار پای ته ورسوي او اړونده اداره دې یې حقوق ورکړي.

دغه ستونزه مو په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون له مشر ایمل عبدالله سره شریکه کړه او هغه تایید کړه چې تقویتي نوم لیکنې د پروسې یو شمېر کارکوونکو خپل معاشونه نه دي اخیستي.

نوموړي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال په مستوفیت کې د ټاکنو کمېسیون پیسې کمې وې، یو شمېر کار کوونکو ته معاشونه ورکړل شول او ۶۴ تنه نور پاتې شول، وروسته کال نوی شو چې نوې بودیجې ته اړتیا وه.

دی وايي، د ټاکنو کمېسیون د دغه شمېر کارکوونکو معاشونه مرکزي ادارې ته وړاندیز کړي څو په نوې بودیجه کې یې ونیسي.

ده هیله وښودله چې د نوي کال د بودیجې له تصویب سره د دغو کارکوونکو حقوق راشي او دوی یې هغوی ته ووېشي.

د يادونې ده چې د کندهار ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې ځينو کسانو ته د ټاکنو د مهال معاشونه نه دي ورکول شوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.