Language

ريکشا چلوونکي: ننګرهار کې د ريکشاوو د ثبت پروسه ډېره ورو روانه ده

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ريکشا چلوونکي وايي، د پېښو د مخنيوي په موخه د ريکشاوو د بيا ثبت او چلوونکو د بايومټريک پروسه ډېره ورو روانه ده چې دوی ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
ننګرهار کې د هدفي وژنو، غلاوو او نورو جنايي پېښو د ډېرېدو له امله امنيه قوماندانۍ د بې اسنادو او ناراجستر شويو ريکشاوو د نيولو، بياثبت او راجستر او د ريکشا چلوونکو د بايومټريک لړۍ پيل کړې ده.
ريکشا چلوونکي وايي، هره ورځ ريکشاوې نيول کېږي خو ډېرو کمو ريکشاوو ته د تاييد اسناد او د چلوونکي بايومټريک کېږي چې دوی يې له مزدورۍ ايستلي دي.
اتل چې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند د فارم اډې کمپ اوسېدونکی دی، وايي، ډېرې ورځې چې دغه کمپاين پيل شوی د ريکشا د نيول کېدو له ډاره کار ته نه ځي او ريکشا يې په کور کې درولې ده.
هغه وايي: ((يو منظم پلان يې بايد جوړ کړى واى، هرڅوک به تللو خپل کار به يې خلاصوه خو اوس يې يو غټ مشکل جوړ کړى دى.))
نسيم چې د ريکشا اسناد يې څېړل شوي او بيا بايومټريک شوی، وايي، په کومه ورځ چې يې ريکشا ونيول شوه نو هېڅ نه پوهېده چې ستونزه يې څه ده خو څو ورځې وروسته ورته زنګ ووهل شو چې ترافيکو مديريت ته ورشي او د خپلې ريکشا اسناد بياځلي تاييد او ځان بايومټريک کړي.
يو شمېر نورو ريکشا چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې په دغه برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ريکشاوو د بياثبت او اسنادو د څېړلو پروسه په چټکۍ سره روانه ده چې تر اوسه د ۴زره او ۱۴۴ هندي ریکشاوو اسناد کتل شوي او ۳زره او ۵۱۳ کسان بایومټریک شوي دي.
د ننګرهار ترافیکو مدیر سمونوال عتیق الله ایماق پژواک اژانس ته وويل، له ټولو ارګانونو سره په همغږۍ یې د ریکشاوو د اسنادو کتلو او د چلوونکو د بایومټریک لړۍ په ښه ډول جریان لري.
هغه زیاته کړه، د یو شمېر ریکشاوو تر شک لاندې اسناد موندل شوي او تر دقیقې ارزونې وروسته به یې په اړه وروستي اقدامات وشي.
شکايتونه موجود و چې په ننګرهار کې د راجستر شويو څه د پاسه ۱۳زره ريکشاوو سربېره زرګونه نورې ريکشاوې ناراجستر او په جعلي اسنادو ګرځي چې له امله يې ښار کې د وژنو، غلاوو او نورو جنايي پېښو کچه زياته شوې او ډېرې پېښې د همدغو ريکشاوو په مرسته کېږي.
خو د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له لوري شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې جلال اباد ښار کې د ريکشاوو د نيولو او څېړنې کمپاين پيل شوی دی.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، دوی په جلال اباد ښار کې د ناامنۍ د مخنيوي، ګڼې ګوڼې کمښت او د نورو ستونزو د حل په موخه د رېکشاوو د څېړنې کمپاين پيل کړی دی.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار چې د هېواد په لويو ښارونو کې تر ټولو کوچنی ګڼل کېږي د ريکشاوو تګ راتګ په کې له حده زيات او د ښاري ملي بسونو ځای يې نيولی دی.