کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۹۹): ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې پر دایمي اوربند ټینګار کړی دی.
د ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې او کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رالېږلې، راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې کتلي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو او سیمه ییزو مسلو خبرې کړې، د تاوتریخوالي پر ډېرېدو یې اندېښنه څرګنده کړې او د دایمي اوربند پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له نږدې درېیو میاشتو راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیل سره په هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.
د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي د سولې خبرو لومړي پړاو په پای کې چې درې میاشتې یې دوام وکړ، د مذاکراتو پر طرزالعمل هوکړې ته ورسېدل او د اجنډا نوملړ یې سره شریک کړ.
یاد پلاوی له درېیو اووینو رخصتۍ وروسته د سلواغې په ۱۶مه له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ.
بلخوا د امریکا نوي حکومت ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې پر هوکړه له سره غور کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP