کندهار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٩) : په کندهار ولايت کې د سپرليو پر ٤٠٤ موټر د چاودنې له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د کندهار د والي وياند بهير احمدي د سلواغې په شپږمه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د میوند ولسوالۍ د میراخور بازار په سیمه کې د سپرليو پر ۴۰۴ مسافروړونکي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې شپږ نارينه سپرلۍ ټپيان او ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي .
د ميوند ولسوالۍ ولسوال حاجي عبيدالله پژواک اژانس ته وويل چې ډېرى مهال طالبان لارې ته راووځي او د سپرلۍ موټر د دوى له وېرې پر خامه لارو ځي چې بيا له دا ډول ستونزو سره مخامخ کېږي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP