ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترينکوټ ښار کې غبرګو چاودنو ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

ترينکوټ ښار کې غبرګو چاودنو ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
26 Jan 2021 - 20:46
ترينکوټ ښار کې غبرګو چاودنو ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
26 Jan 2021 - 20:46

ترينکوټ (پژواک ٧ سلواغه ٩٩) :  د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د غبرګو چاودنو له امله څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

ددې ولايت يوې امنیتي سرچینې د سلواغې په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه د موټر سایکل بم له امله شوې او دويمه يې په هماغه ځاى کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې چاودنو کې دوه پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي، يو پوليس او اوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ولایت مقام ویاند احمدشاه ساحل وایې، په چاودنو کې درې پولیس ټپیان سوي او ترڅنګ یې دوه ملکیان مړه او یو تن ټپي شوی. د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي پژواک ته وويل، چې هغوى ته يوجسد او اته ټپیان ور وړل شوي چې دوه يې پوليس دي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.