ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: لوګر کې د طالبانو له یوه زندانه ۲۲ کسان راخوشي شول

دفاع وزارت: لوګر کې د طالبانو له یوه زندانه ۲۲ کسان راخوشي شول

author avatar
26 Jan 2021 - 11:54
دفاع وزارت: لوګر کې د طالبانو له یوه زندانه ۲۲ کسان راخوشي شول
author avatar
26 Jan 2021 - 11:54

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۹۹): د ملی دفاع وزارت وایي چې د کومانډو ځواکونو عملیاتو پر مهال په لوګر کې د طالبانو له یوه زندانه د ۱۵ ملکي وګړو به ګډون ۲۲ کسان را خوشي شول.

د دغه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن (سې شنبې) خپره شوې ده، راغلی چې دغه کسان تېره شپه د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې خوشي شوي دي.

سرچینه وایي چې په خوشي شوو کسانو کې ۷ امنیتي امنیتي سرتېري او ۱۵ د سیمې اوسېدونکي دي.

د ملی دفاع وزارت وایي چې د عملیاتو پر مهال درې وسله وال طالبان نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات یې هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

تر اووسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې کومانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه نظامي په ګډون ۲۷ کسان په نهر سراج ولسوالۍ کې خوشي کړي وو.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.