کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): ولسمشر اشرف غني له سياسي مشرانو سره په کتنه کې پر سياسي اجماع او د مطلوبې سولې پر راوستو چې د افغانستان د ثبات او وینې درېدو لامل شي، خبرې کړې دي.
له ارګه د سلواغې په ٧مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا له ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله او سياسي مشر استاد عبدرب الرسول سیاف سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی ريیس ډاکتر فضل محمود فضلي هم شتون درلود، د هېواد پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي پر کمېدو، سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راتګ چې د افغانستان د ثبات او وینې درېدو لامل شي، ټینګار وشو.
ولسمشر غني په ټینګار سره وویل چې د هېواد په دغو حساسو شرایطو کې به د سولې پروسې په اړه له ولسونو، سیاسي شخصیتونو او بېلابېلو اقشارو سره د سلا او مشورو لړۍ ادامه ولري.
د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې د سولې په تړاو د ملي اجماع رامنځته کولو په موخه يو ځل بيا هلې ځلې پيل شوې دي.
د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له ځينو سياسي مشرانو سره ليدنې کتنې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP