ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو د ايران د ملي امنيت شورا له مشر سره د سولې په اړه خبرې کړې دي”

“طالبانو د ايران د ملي امنيت شورا له مشر سره د سولې په اړه خبرې کړې دي”

author avatar
27 Jan 2021 - 15:44
“طالبانو د ايران د ملي امنيت شورا له مشر سره د سولې په اړه خبرې کړې دي”
author avatar
27 Jan 2021 - 15:44

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٩) : طالبان وايي چې ايران ته تللي پلاوي يې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا له مشر علي شامخاني او نورو چارواکو سره ليدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يو پلاوى پرون د ايران پلازمېنې تهران ته رسېدلى دى.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د سلواغې په اتمه په ټويټر کې ليکلي چې د ملا برادر په مشرۍ ددوى پلاوى د ايران د ملي امنيت د عالي شورا له رييس علي شامخاني او يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وليدل.

هغه زياته کړې، په ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې اړوند مسائلو، د افغان سوداګرو او مسافرو، همداراز په ايران کې دافغان کډوالو د ستونزو او ور سره د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړيکو د پياوړتيا په اړه بحث وشو.

ډاکټر نعيم ويلي، دواړو لوريو د بين الافغاني مذاکراتو او په افغانستان او سيمه کې د دايمي سولې او امنيت د اهميت او لارو چارو په اړه هم  بحث وکړ.

د نوموړي په وينا، د طالبانو پلاوى به د نوموړي هېواد له نورو لوړ رتبه چارواکو سره هم ليدنې کتنې ولري او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوامداره او ښو اړيکو په اړه به لازم ګامونه واخيستل شي.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.