Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ۲۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کارموندنې پروګرام پيل شو

مهترلام (پژواک ۹ سلواغه ۹۹): لغمان کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د ۲۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کارموندنې پروګرام پيل شو.

د پروګرام پرانيسته د سلواغې په ۹مه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر او لغمان چارواکو له لوري پيل شو.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې  لوی رييس شميم خان کټوازي وويل، لغمان ولايت کې د کارموندنې (EZ_KAR)  برنامې ته ۲۲۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي، چې د ښه تطبيق په صورت کې به يې بوديجه کې لا ډېروالی راشي.

هغه وويل چې د دې پروژې په تطبيق سره به ۲۴۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي او د لغمان ولايت عوايد به هم ورسره لوړ شي.

هغه دغه راز وویل، چې یاد پروګرام به د ۳۰ شوراګانو او شپږو ګذرونو له لارې په مرکز مهترلام کې پلی کیږي، چې په تطبيق سره به يې د نورو ښارونو ترڅنګ د داخلي بې ځایه شویو او له بهر څخه راستانه شویو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

په ورته وخت کې د لغمان والي رحمت الله يارمل وويل د دې برنامې په تطبيق سره به د لغمان ولايت په انکشافي بڼه کې ستر بدلون رامنځته شي او ډېری ځوانانو ته به هم د کار زمينه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.