کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٩) : د طالبانو د قطر سياسي دفتر يو بل پلاوى د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ روسيې ته تللى دى.
تر دې مخکې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوى دوه ورځې مخکې ايران ته تللى او په تهران کې د دغه هېواد له چارواکو سره په خبرو بوخت دى.
د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د سلواغې په ٩مه، په ټويټر کې ليکلي چې شېرمحمد عباس ستانکزى او ور سره پلاوى پرون مسکو ته رسېدلي دي.
سرچينې زياته کړې، دغه پلاوي نن د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د نوموړي له مرستيال او د بهرنيو چارو وزارت له ځينو نورو مسوولينو سره کتلي دي.
ډاکټر نعيم ويلي چې په دې ليدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو تر څنګ دبين الافغاني مذاکراتو د روان وضعيت او د دوحې د توافقنامې په پوره تطبيق بحث وشو.
هغه زياته کړې، روسيې په افغانستان کې د سولې د راتګ په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
Views: 207
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP