ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو يو پلاوى مسکو ته تللى دى

د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو يو پلاوى مسکو ته تللى دى

author avatar
28 Jan 2021 - 16:17
د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو يو پلاوى مسکو ته تللى دى
author avatar
28 Jan 2021 - 16:17

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٩) : د طالبانو د قطر سياسي دفتر  يو بل پلاوى د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ روسيې ته تللى دى.

تر دې مخکې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوى دوه ورځې مخکې ايران ته تللى او په تهران کې د دغه هېواد له چارواکو سره په خبرو  بوخت  دى.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د سلواغې په ٩مه، په ټويټر کې ليکلي چې شېرمحمد عباس ستانکزى او ور سره پلاوى پرون مسکو ته رسېدلي دي.

سرچينې زياته کړې،  دغه پلاوي نن د افغانستان لپاره د  روسيې  د ولسمشر  له  ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د نوموړي له مرستيال او د بهرنيو چارو وزارت له ځينو نورو مسوولينو سره کتلي دي.

ډاکټر نعيم ويلي چې په دې ليدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو تر څنګ دبين الافغاني مذاکراتو د روان وضعيت او د دوحې د توافقنامې په پوره تطبيق بحث وشو.

هغه زياته کړې، روسيې په افغانستان کې د سولې د راتګ په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Visits: 206

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.