Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

  د افغانستان لوى درستيز د ايران د ملي امنيت شورا رييس څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى

کابل (پژواک، ٩ سلواغه  ٩٩): د افغانستان  د وسله وال پوځ لوى درستيز ستر جنرال ياسين ضيا د ايران د ملي امنيت شورا رييس علي شمخاني وروستيو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلى دى.

علي شمخاني پرون په تهران کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره تر ليدنې وروسته په خپل ټويټر کې ليکلي و چې دغه ډله اوس هم له امريکا سره مبارزې ته ژمنه ده.

هغه زياته کړې وه د طالبانو هغه غړي هم له امريکا سره له مبارزې لاس نه دی اخيستی چې ۱۳ کلونه يې تر شکنجې لاندې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړي دي.

خو د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز ستر جنرال ياسين ضياء نن د سلواغې په ٩مه، په خپل ټويټر کې د شمخاني څرګندونو ته غبرګون ښودلى دى.

هغه ويلي چې وسله وال طالبان او د دغې ډلې مشران له امريکا سره مبارزې ته ژمن دي.

ده زياته کړې: “د ايران د ملي امنيت عالي شورا د مشر په توګه د افغانستان د جګړې په اړه ستاسې درک ناسم دی.”

نوموړي ويلي، طالبان د امريکا نه، بلکې د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنګېږي.

د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي هم په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي : ” طالبانو تېر يوه کال کې پر هېڅ امريکايي بريد نه دی  کړى او د افغانستان د خلکو د وژنې لپاره بايد د طالبانو اراده ونه ستايل شي.”

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.