ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلينکن: افغانستان کې د سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکوو

بلينکن: افغانستان کې د سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکوو

author avatar
29 Jan 2021 - 08:42
بلينکن: افغانستان کې د سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکوو
author avatar
29 Jan 2021 - 08:42

کابل (پژواک ۱۰ سلواغه ۹۹): د امریکا د بهرنيو چارو نوی وزير وايي، په افغانستان کې د معنا لرونکې او پايداره سولې ټينګښت ملاتړ کوي او کوښښ کوي دايمي اوربند ټينګ شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام (پنجشنبه) د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو نوي وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو او هدفي ترورونو په اړه خپله ژوره خواشيني وښوده او هغه يې وغندل.

د خبرپاڼې په حواله، هغه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو د ستاينې ترڅنګ وويل، د معنا لرونکې او پايداره سولې ټينګښت چې د دوی اساسي او هر اړخيز هدف دی، ملاتړ کوي او کوښښ کوي دايمي اوربند ټينګ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي: “زموږ ګډ هدف خپلواک، متحد او ډيموکراتيک افغانستان دی او د پایداره سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره به په سيمه کې خپلو ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړو.”

سرچينه وايي، انتوني بلينکن په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو حقونو او نورو ارزښتونو پر ساتنې او پياوړتیا ټينګار وکړ، وې ويل، د امريکا متحدو ايالتونو نوی حکومت به د افغانستان حکومت سره د دوه اړخيزه اړيکو او سولې پروسې په اړه نږدې همغږي او تماسونه ولري او ډېر ژر به د امريکا متحدو ايالتونو منتخب جمهور رئیس د ټليفوني تماس له لارې جمهور رئیس غني سره خبرې وکړي.

د افغانستان د ولسمشر او د امریکا د بهرنيو چارو وزير دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو دوه پلاوي اوسمهال په ايران او مسکو د دې هېوادونو له چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

د يادولو ده چې تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير د افغان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزات د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ماموريت دوام هم تایید کړ.

امریکا دغه راز ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې شوی تړون به ارزوي.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د قطر په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک او له مخې یې د روان کال د وږي په ۲۲مه د سولې بین الافغاني خبرې هم دوحه کې پیل شوې.

د دغو خبرو په لومړي شاوخوا دوه میاشتني پړاو کې یوازې د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وشوه او د دغو خبرو دویم پړاو د مرغومي په ١٧مه پیل شوی، خو ورو، ورو پر مخ ځي او تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

په دویم پړاو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو درې ناستې کړې دي، خو د راپورونو له مخې تر ډېره یې تعارفي بڼه لرله او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري په وینا له تېرو کابو دوو اونيو راهیسې یې هېڅ ناسته نه ده کړې.

Views: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.