کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۹): د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستيال وايي، د سولې د روانو خبرو خنډ د اشرف غني حکومت دی او که غني استعفا وکړي، سوله کېږي.
د طالبانو د قطر د مذاکراتي ډلې يو پلاوی، پرون (پنجشنبه) روسيې ته تللی او هلته يې له روسي چارواکو سره خبرې کړې دی.
د طالبانو د مرکچي او سياسي دفتر مرستيال عباس ستانکزي، نن (جمعه) په مسکو کې خبرې ناسته درلوده چې په کې يې وويل، کله چې سوله راځي، نو د اوسني حکومت په ځای به يو بل اسلامي حکومت راځي، نو په همدې خاطر اشرف غني او حکومت يې د سولې مخالفت کوي.
نوموړی سره له دې چې وايي، د افغانستان د راتلونکي نظام جوړښت په افغانانو پورې تړاو لري، خو زياتوي: “د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې راغلي چې د افغانستان راتلونکی حکومت به يو اسلامي حکومت وي، نو طبيعي ده چې د اشرف غني حکومت به دې سره ختميږي.”
دی زياتوي: “د بهرنيو ځواکونو په شتون کې موږ وسله پر ځمکه نه شو ایښودلی. که همدا اوس اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې زه استعفا کوم او د نوي حکومت لپاره د سولې قرباني ورکړي…. په همدې دلیل هم مذاکرات کوو.”
خو د ده په خبره، اشرف غني هڅه کوي خپل واک ته دوام ورکړي؛ که په يوه نظام توافق ته ورسېږو، اوربند کېږي.
د هغه په وینا، دوی داسې حکومت غواړي چې د افغانانو اکثريت يې غواړي، د ټولو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه به په کې خوندي وي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي، د جعفریه فقهې ټولو اصولو ته به احترام لري او د دې مذهب پیروان به په راتلونکي کې په خپلو ټولو مذهبي چارو کې ازاد وي.
ستانکزي د موقت حکومت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، دا موضوع په خپله د افغانانو ترمنځ ده چې پرېکړه وکړي چې راتلونکی نظام به څه ډول وي، خو د دوحې د خبرو په راتلونکې اجنډا کې د افغانستان د راتلونکي نظام موضوع شامله ده. دغه راز اوربند، د بشر حقونه، د ښځو حقونه او داسې نور موضوعات په اجنډا کې شامل دي.
خو ده انتقاد وکړ، په داسې حال کې چې د طالبانو د مرکچي پلاوي د ټيم غړي له شپېتو تر اويا سلنې د طالبانو رهبري جوړوي، خو مقابل لوری صلاحيت نه لري او نه هم په يوه نظر دي.
د طالبانو د مشرتابه دغه غړي د روانې جګړې په اړه وويل، په دې شک نشته چې اوس له امریکایانو سره اوربند شوی، نو ځکه له هغوی سره جګړه نه کوي؛ خو حکومت سره ځکه جګړه کوي چې هغوی د دوی په مقابل کې عمليات کوي.
نوموړي د کابل د ناامنۍ پړه د حکومت په غاړه واچوله او ويې ويل: “کابل چې اوس ناامنه دی، د دې مسووليت د کابل ادارې ته راجع دی، ځکه د هغوی په لاس کې دی. موږ ژمنه کړې چې په لويو ښارونو کې به بريدونه نه کوو.”
ستانکزي له القاعدې سره په اوسمهال کې د طالبانو اړيکې رد کړې او ويې ويل، دمګړۍ په افغانستان کې د القاعدې په نوم څه نشته او نه يې هم کوم مرکز موجود دی. د طالبانو په ليکو کې له افغانانو پرته بل څوک نشته، خارجيان په کې وجود نه لري.
ده د داعش ډلې په اړه وويل: “موږ داعش ټکولی او اوس په ډېر کمزوري ډول وجود لري.”
سره له دې چې حکومت د طالبانو پورتنيو څرګندونو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې په ننګرهار کې يوې غونډې ته په وينا کې ویلي و چې واک به یو منتخب ولسمشر ته وسپاري .
دغه راز د ولسمشر ویاند مرستیال دوا خان مینه پال پژواک اژانس ته ويلي چې موقت حکومت د اساسي قانون خلاف دی او د افغانستان خلکو ته هم د منلو وړ نه دی.
Views: 660
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP