Language

طالبانو د امریکا د دفاع وزارت تازه څرګندونو ته غبرګون وښود

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۹): طالبانو د امریکا د دفاع وزارت هغه خبرې رد کړې چې ګواګې دغه ډله له امریکا سره د سولې تړون کې پر خپلو ژمنو نه ده درېدلې او وایي، د شوي تړون ټولو بندونو ته  کلکه ژمنتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي، پرون پنجشنبه ویلي و، افغان طالبان د تاوتريخوالي کمولو او القاعدې سره د اړيکو پرېکولو په ګډون له امریکا سره د سولې تړون کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي دي، د امریکا د دفاع وزارت ادعا چې ګنې چې طالبان د دوحې په تړون عمل نه دی کړی، حقیقت نه لري.

ده زياته کړې: «اسلامي امارت د دوحې تړون ټولو بندونو ته کلکه ژمنتیا لري او له خپله لوري يې عملي کوي، د دوحې تړون عملي کول د روانې لانجې یواځينۍ حل لاره ده او له امریکا څخه هم غواړو چې د دوحې تړون په کلک رعایت کړي.»

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي همدار راز ویلي و، سره له دې چې طالبان پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي، خو دوی هڅه کوي په خبرو ولاړه حل لاره پيدا کړي او د جوبایډن په ولسمشرۍ د امریکا نوی حکومت د دغه هېواد او افغان طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوي تړون ته ژمن دی.

د سولې دغه تړون نږدې يو کال وړاندې (د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه) د قطر په دوحه کې لاسلیک او له مخې یې د روان کال د وږي په ۲۲مه د سولې بین الافغاني خبرې هم دوحه کې پیل شوې.

په دې تړون کې راغلي چې طالبان به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، افغانستان کې به تاوتریخوالی ډېر کموي او له افغان حکومت سره به د سولې خبرې کوي. په مقابل کې امریکا هم ژمنه کړې چې افغانستان کې به خپل ځواکونه کموي او د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې ټول سرتېري وباسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.