Language

مزارشريف (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩): د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې ماین چاودنې د ملي امنیت د مفرزه قطعې غړو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د سلواغې په ۱۰مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د کلدار ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې چاودېدونکي توکي د ښار له یوې ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې ځای پر ځای شوي وو چې له امله يې د عادل په خبره، په دې پېښه کې د ملي امنيت د مفرزه قطعې يو سرتېری وژل شوی او يو بل همکار يې ټپي دی.

د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې درې ملکیان هم ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي چې ټپیان د حیرتان ښارګوټي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

Related Topics