کابل(پژواک، ١١ سلواغه ٩٩): د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کابل لپاره د طالبانو نومول شوی سرپرست والي ونیول شو.
دغه مطب د یاد ریاست په هغې خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، لیکل شوی دی.
سرچینه لیکلي: ((محمد په حاجي لالا مشهور د طالبانو د یوه قوماندان جبار اغا په وسیله له دې ډلې سره یوځای شوی و، په لومړیو کې د طالبانو د مرکزي کړۍ د مهم غړي او د پنځو ولایتونو وردګو، ننګرهار، لوګر، پروان او کابل لپاره د دغې ډلې نظامي مسوول ټاکل شوی و.))
د خبرپاڼې په حواله: ((نوموړي دغه راز په یادو پنځو ولایتونو کې د ناامنیو، ترور او پرله پسې وژنو په اړه د طالبانو قوماندانانو ته د دې ډلې د رهبرۍ لارښوونې کولې او د دغو اوامرو د ترسره کولو څرنګوالي ارزونه یې کوله، پاکستان ته د جبار اغا له تګ وروسته محمد چې په حاجي لالا مشهور و، د کابل ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی سرپرست والي وټاکل شو.))
خبرپاڼه کاږي، حاجي لالا د کابل ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي سرپرست په توګه د ټاکل کېدو وروسته د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ونیول شو.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي: ((د ملي امنیت عمومي ریاست هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د ترهګرو ډلو هستې به پېژني او ډېر ژر به یې یا ونیسي او یا به یې په نښه کړي.))
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې نوم څوک نه دی نیول شوی او نه هم خپور شوی عکس د طالبانو والي دی.