ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معصوم ستانکزى: زموږ علماء د جنګ نه مشروعيت ثابتولى شي

معصوم ستانکزى: زموږ علماء د جنګ نه مشروعيت ثابتولى شي

author avatar
30 Jan 2021 - 15:49
معصوم ستانکزى: زموږ علماء د جنګ نه مشروعيت ثابتولى شي
author avatar
30 Jan 2021 - 15:49

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩) : د دولت د مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزى وايي چې د افغانستان علماء د نړيوالو علماوو په شتون کې د روان جنګ نه مشروعيت ثابتولى شي.

ستانکزي د سلواغې په ١٠مه، په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې د افغانستان او اسلامي نړۍ عالمانو په هېواد کې جنګ او وينه تويدنه حرام، د جنګ  بندېدل او اوربند يې واجب ګڼلي دي.

هغه زياته کړې، وسله وال بايد د قران او سنت له احکامو څخه په تيارو کې ونه ساتل شي او جنګ ختم شي.

د مذاکراتي ټيم مشر ويلي : (( زموږ علماء د اسلامي نړۍ د علماوو په حضور کې حاضر دي چې د جنګ نه مشروعيت ثابت کړي. په پلمو سره د سولې فرصت ضايع کول د ولس په حق کی جفا ده. ))

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړي او د قطر دفتر مرستيال  سيد عباس ستانکزي روسيې ته د سفر پر مهال په خپلو څرګندونو کې ويلي چې د اشرف غني حکومت د سولې پر وړاندې لوى خنډ دى او د هغه د استعفى غوښتنه يې کړې وه.

Views: 208

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.