ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

غزني کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

author avatar
30 Jan 2021 - 14:17
غزني کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده
author avatar
30 Jan 2021 - 14:17

غزني ښار (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩): د غزني روغتيايي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د ګوزڼ (پوليو) تازه پېښه ثبت شوې ده.

په غزني کې د عامې روغتيا رياست د ګوزڼ برخې مطبوعاتي مسوول ميراجان راسخ د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې دوى نه دي توانېدلي د اندړو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ د اندړو ولسوالۍ ډېرو برخو ته درې دورې واکسين هم رسولى، خو متاسفانه چې هلته د پوليو يوه نوې پېښه ثبت شوې ده.))

د راسخ په وينا، که چېرې بيا هم وسله وال مخالفين د واکسين کارکوونکو ته اجازه ورنه کړي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته کور په کور واکسين وکړي، ډېرې نورې مثبتې پېښې به هم ثبت شي.

دغه راز په غزني کې د پوليو برخې مسوول ډاکټر فضل احمد پژواک ته وويل چې دغه ماشوم  مسعود احمد نومېږي، ١٨ مياشتې عمر لري او د اندړو ولسوالۍ د تيلبې کلي اوسېدونکى دى.

دى وايي: ((دې ماشوم ته درې دورې واکسين هم شوى و، خو څلورم ځل يې واکسين نه و اخيستى نو ځکه په ګوزڼ اخته شوى دى.))

دا په داسې حال کې ده چې له شپږو کلونو وروسته په غزني کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبتېږي، له دې مخکې په ٢٠١٤ کال کې د دغه ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.

د يادونې ده، په تېر يوه کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ تر پنځوسو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

بايد و ويل شي چې تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د ګوزڼ پېښو ډېرېدو په تړاو د دې برخې عمومي بهرنى مسوول ځان ته ور غوښتى و او ورته يې ويلي چې په افغانستان کې د پوليو پېښې ولې ډېرې شوې دي؟ په دې خبره د ولسمشر او د ياد کس ترمنځ لفظي شخړه شوې وه چې ولسمشر بيا ورته په ٢٤ ساعتونو کې له هېواد د وتلو امر کړى و.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.